د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۶

د ایران د لاریونونو تلفات ۲۰۰ ته نژدې شوي


د تهران د لاریون یوه څنډه
د تهران د لاریون یوه څنډه

د بشري حقونو یوې ډلې نن ( د جنوري ۱۱ مه) وویل چې په تیرو دریو کلونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد په تر ټولو لوی غورځنګ کې لږ تر لږه یو سل او دوه نوي لاریون کوونکي وژل شوې دي.

دا لاریونونه دوې اونۍ مخکې د اقتصادي ستونزو له امله پيل شول خو د فرانسې اژانس د راپور له مخې اوس له نولس سوه نهه اویایم کال راهیسې چې په ایران کې اسلامي انقلاب بریالی شو د مذهبي نظام پر ضد په یوه غورځنګ بدل شوې دي.

دا لاریونونه د ایران د شپږ اتیا کلن مشر ایت اله علي خامنه اي د واکمنۍ پر ضد د جون د میاشتې له جګړې وروسته چې د اسراییل او ایران ترمنځ یې دولس ورځې دوام وکړ او امریکا د اسراییل ملاتړ وکړ، له سترو ننګونونو څخه ګڼل کیږي.

که څه هم د تلفاتو شمیرې نن لوړې شوې دي، خو په ایران کې د پنجشنبې له شپې راپه دې خوا حکومت انټرنټ بند کړی دی چې له دې سره د معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن شوې دي، خو د انټرنټ د نړیوالې څارونکې موسسې نیټ بلاکس د اطلاعاتو له مخې په ایران کې اعتراضونه پراخ شوي دي.

په تیرو دریو شپو کې په پلازمینې تهران او نورو ښارونو کې د اخیستل شویو ویډیوګانو خپریدل د انټرنټ د قطع کیدو له امله ستونزمن شوې دي. د فرانس پریس اژانس له لورې تایید شوي ویډیوګانې ښیي چې د شنبې په شپه د تهران او مشهد په ګډون په یوشمیر ښارونو کې زیات خلک واټونو ته راوتلي دي او په دې تصویرونو کې ښکاري چې موټرو ته اورونه ورته شوې دي. په ایران کې بیا دولتي راډیو تلویزیون( صدا و سیما) انټرنټ لري او نن یې په تهران کې یوشمیر جسدونه ښکاره کړل او ادعا یې وکړه چې دا کسان معترضانو وژلي دي.

د ایران د بشري حقونو لپاره په امریکا کې میشت د ( سي ایچ آر آی) په نوم مرکز د عیني شاهدانو او باوري راپورونو په استناد وایي چې په ایران کې د انټرنټ له بندیدو وروسته په سلګونو لاریون کوونکي وژل شوې دي.

دغه مرکز زیاتوي چې په ایران کې قتل عام روان دی، نړۍ باید اوس د نورې مرګ ژوبلې مخه ونیسي. د بشري حقونو د همدې مرکز د خبر له مخې د ایران په روغتونونو کې د وینې د کمبود ستونزه ده.

د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان نن وویل چې امریکا او اسراییل په ایران کې د ګډوډۍ د رامنځته کیدو هڅې کوي. پزشکیان له ایرانیانو وغوښتل چې د ده په وینا ځانونه له ترهګرو لرې وساتئ.

د پیزشکیان تر څرګندونو مخکې نن د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف پارلمان ته د خبرو پرمهال واشنګتن ته خبرداری ورکړ، که پر ایران هر راز برید وشي، تهران به یې په ځواب کې پر اسراییل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو حملې وکړي.

پر ایران د امریکا د متحد ایالتونو د احتمالي برید له امله نن اسراییل د تیارسی په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG