تازه خبر
شنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۵

کوېټ د ایران د بې‌پیلوټه الوتکې له مرګوني برید وروسته د دغه هېواد سفیر احضار کړ

په کوېټ کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، محمد توتونچي، احضارېدل
په کوېټ کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، محمد توتونچي، احضارېدل

د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ «د لیندۍ په شپږمه» اعلان وکړ چې پر دغه هېواد د ایران د «پرله‌پسې بریدونو» په غبرګون کې یې په کوېټ کې د ایران سفیر احضار کړی دی.

دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه ترسره شو چې د بې‌پیلوټه الوتکې په یوه برید کې دوه ایټالوي وګړي ووژل شول.

د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت په خپله اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: "په کوېټ کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، محمد توتونچي، احضار او د ایران د پرله‌‌پسې بریدونو په اړه رسمي اعتراض‌لیک ورته وسپارل شو. په دې بریدونو کې د پنجشنبې ورځې وروستی برید هم شامل دی چې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله د کوېټ پر یوې مهمې او حیاتي تأسیساتي ودانۍ ترسره شو او دوه ایټالوي وګړي یې ووژل."

ایران د هرمز تنګي په اوبو کې پر سوداګریزو او تېلو وړونکو بېړیو سربېره، په تېره یوه اوونۍ کې پر کوېټ او بحرین هم خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر او پوځي چارواکو په دغه برید کې د تهران لاس لرل رد کړي دي.

په دې برید کې د جرمني د دفاعي وسایلو جوړولو شرکت «راین‌مېټال» دوه کارکوونکي هغه مهال ووژل شول چې پر یوه هوايي دفاعي سیسټم‌یې کار کاوه.

په دغه برید کې یو کوېټی وګړی او یو پاکستانی وګړی ټپیان شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ له خپل کوېټي سیال جراح جابر الاحمد الصباح او د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر انتونیو تایاني سره په جلا ټیلیفوني خبرو کې په دغه برید کې د تهران هر ډول لاس لرل رد کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له تایاني سره د عراقچي د ټیلیفوني خبرو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "عراقچي ټینګار وکړ چې ایران په هېڅ ډول په دې پېښه کې لاس نه‌لري او په هغې کې یې برخه نه‌ده اخیستې."

دغه وزارت زیاته کړې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپلو کوېټي او ایټالوي ساریو ته ویلي چې تهران چمتو دی چې د پېښې د سرچینې او څرنګوالي د معلومولو په هدف دوی سره همکاري وکړي.

بل‌خوا، د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون در لاین پر ایران د فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

هغې د پنجشنبې په ورځ د دوو ایټالوي وګړو پر وژل کېدو د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ، په اېکس‌پاڼه لیکلي: "موږ باید پر ایران فشارونه زیات کړو، څو د خپلو ګاونډیو هېوادونو او په خلیج کې زموږ د شریکانو پر وړاندې دغه د نه‌منلو وړ بریدونه پای ته ورسوي."

هغې همدارنګه ټینګار کړی چې د پنجشنبې ورځې پېښه یو ځل بیا څرګندوي چې د خلیج د سیمې امنیت زموږ د ټولو له امنیت سره تړلی دی.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تېر کال په کب میاشت کې د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو په لور ډیپلوماتیکو هلو ځلو کې کوم پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

په عین حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا شک څرګند کړ چې ایران سره به یوې هوکړې ته ورسېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG