د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې د پنجشنبې په ورځ په کوېټ کې د ایران د بېپیلوټه الوتکو په برید کې دوه ایټالوي اتباع ووژل شول.
راپورونه وایي دغه دوه ایټالوي اتباع ځمکې ته د ایراني بېپیلوټه الوتکو د ټوټو د راپرېوتو پر مهال لګېدلي او مړه شوي دي.
د کوېټ د دفاع وزارت وویل چې ډرونونو "مهم تأسیسات" په نښه کړي و.
د ایټالیا خبري اژانس انسا او روېټرز راپور ورکړی چې قربانیان د جرمني د دفاعي شرکت «راینمیټال» لپاره دوه ملکي تخنیکران و.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دوه ایټالوي اتباع چې د «راینمیټال» لپارهیې کار کاوه د پنجشنبې په ورځ په کوېټ کې د ایران د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.
په بیان کې ویل شوي: "د ډرون برید له امله رامنځته شوې چاودنه په هغه ځای کې وشوه چېرې چې د ایټالیا د «راینمیټال» دوه ایټالوي تخنیکرانو کار کاوه."
وزارت زیاته کړه چې دواړه کسان مړه شول.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني هم د هېواد سنا ته په وینا کې وویل چې د ماسپښین شاوخوا دوه بجې، د پنجشنبې په ورځ، د ایران بېپیلوټه الوتکو، د کوېټ د هوایي دفاع د کشف او څارنې د مرکز په شمول د دغه هېواد پوځي تأسیسات په نښه کړل، چېرې چې د «راینمیټال» کمپنۍ دوه ایټالوي تخنیکرانو کار کاوه.
هغه وویل: "یوه لویه چاودنه وشوه او د هغو راپورونو له مخې چې موږ له کوېټ څخه ترلاسه کړي دي، زموږ دواړه هېوادوال مړه شوي دي."
د انسا خبري اژانس په وینا، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر، د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، وویل چې په کوېټ کې د هېواد سفارت سمدلاسه د وضعیت ارزولو لپاره اقدام وکړ او هغه په کوېټ کې د ایټالیا له سفیر لورېنزو موریني سره هم خبرې وکړې.
مخکې له دې، د کوېټ د دفاع وزارت ویاند سعود عبدالعزیز العطیان، پر اېکس شبکه د هېواد د پوځ په رسمي پاڼه کې په یوه پیغام کې وویل چې په برید کې د څلورو ټپیانو په منځ کې دوه ایټالوي اتباع شامل دي.
د هغه په وینا، په پېښه کې یو کوېټي تبعه او یو پاکستانی تبعه هم ټپیان شوي او مالي زیان هم رسېدلی دی.
دا برید څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې کوېټ تېره اوونۍ د ایراني ډرون بریدونو سره د مقابلې لپاره خپل دفاعي سیستمونه فعال کړل.
هرمز تنګي کې د تېلو پر ټانکرونو د بریدونو سربېره، ایران په وروستیو ورځو کې بحرین او کوېټ هم په نښه کړي دي.
په دې بریدونو کې، د دې هېوادونو په خاوره کې د متحده ایالاتو نظامي تأسیسات او د انرژۍ زېربناوې په نښه شوي دي.