امریکا ویلي چې تېره شپه یې په ایران کې تر ۹۰ زیات هدفونه ویشتي دي.
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ چې دوی د ایران پر وړاندې د بریدونو یو بل پړاو بشپړ کړی او هدف یې :« هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو او د هغوی په ملکي پرسونل د ایران د برید د وړتیا کمول دي.»
د بیان له مخې، د دوهمې شپې په بریدونو کې، نږدې ۹۰ ایراني پوځي اهداف په نښه شوي چې پکې د دغه هېواد د هوایي دفاع سیسټمونه، د ساحلي څارنې تاسیسات، د توغندیو او ډرون سایټونه، سمندري تجهیزات او تاسیسات، او د ایران د ساحلي سیمو په اوږدو کې پوځي لوژستیکي زیربناوې شاملې دي.
په بیان کې د لومړۍ شپې بریدونو ته اشاره شوې چې پکې د سپاه پاسداران ځواکونو ۶۰ بېړۍ له منځه وړل شوي.
اخوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د بحرین په پلازمینه منامه کې څو چاودنې اورېدل شوي.
دا چاودنې لږ څه وروسته تر هغه وشوې چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ګواښ وکړ چې د امریکا د تازه بریدونو ته به «ویجاړوونکی او پښیمانوونکی» ځواب ورکړي.
په قطر کې هم د خطر زنګونه لګېدلي.
اخوا د کوېټ پوځ ویلي چې د ډرون او توغندیزو بریدونو په وړاندې یې د دفاع سیسټمونه فعاله کړي.
امریکا د سه شنبې په شپه په ایران باندې وروسته تر هغه پراخ بریدونه وکړل چې د سنټکام په خبره د ایران سپاه په هرمز تنګي کې تجارتي کښتۍ په نښه کړې.
تر دغو تحولاتو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په انقره کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې ګواښ وکړ چې له ایران سره د جګړو د پای ته رسولو هوکړه او اوربند پای ته رسوي.