د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۱

د ایران په جنوب باندې دامریکا بریدونه  «پای ته ورسیدل» ; ایران په اردن ، کویت او بحرین بریدونه کړي

فارس خلیج کې دامریکايي ځواکونو د عملیاتو یو تصویر،ارشیف
فارس خلیج کې دامریکايي ځواکونو د عملیاتو یو تصویر،ارشیف

ایران وايی د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې بحرین ، کویت او اردن کې امریکايی اډو باندې بریدونه کړي دي. په ایران د امریکا د تیرې شپې بریدونو کې لسګونه اهداف په نښه شوي دي.

ایران اعلان وکړ چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې اردن ، کویت او بحرین کې ځینې امریکايی اډې په نښه کړي دي .

د ایران اردو د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې امریکايي اډې او بحرین کې یې دامریکا د سمندري پوځ رادار تجهیزات د «ډرون د بریدونو په یوې څپې» په نښه کړي دي.

په عین حال کې ، فارس خبري اژانس بحرین کې د خطر د شپیلیو دفعالیدو ، کویت کې د څو چاودنو او ددغه هیواد په الجهراء کې په امریکايي اډې د برید خبر ورکړ.

یادې رسنۍ دغه راز ادعا وکړه چې سپاه پاسداران ځواکونو په اردن کې د الازرق په امریکايي اډه هم دتوغندیو بریدونه کړي دي.

فارس خبري اژانس د «یوې پوځې باخبره» سرچینې له قوله وویل چې دایران د توغندیو په برید کې «په اردن کې د امریکا د اف ۳۵ جنګي الوتکو اډه » په نښه شوې ده.

بلخوا ، رویترز خبري اژانس ولیکل چې د اردن وسله والو ځواکونو د چهارشبنې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران له لوري د ۵ توغول شويو توغنديو مخه یې نیولې او نسکور کړي یې دي.

د اردن اردو زیاتوي چې دغه توغندي د اردن په خاوره کې نسکور شوي خو تلفات او مادي زیانونه نه لري.

یوه امریکايي چارواکي هم «د لومړنیو څیړنو په اساس» رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د ایران له لوري د تقریبا ټولو توغول شويو توغندیو مخه نیول شوې او نسکور شوي دي.

هغه زیاتوي چې تراوسه امریکايي ځواکونو او ځایونو ته د زیان اوښتو کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

د بحرین دفاع وزارت هم دایران له لوري د بریدونو له پیل وروسته په دغه هیواد کې د خطر د شپیلیو او دافع هوا ځواکونو د فعالیدو خبر ورکړی دی او د کویت اردو هم ویلي چې ددغه هیواد دافع هوا ځواکونو د دښمن دڅو اهدافو مخه نیولې او هغه یې له مینځه وړي دي.

په عین حال کې، د اکسیوس خبریال باراک راوید د «یوه امریکايی مقام» له قوله ولیکل چې «لږ ترلږه څلور بالستیک توغندي او څو ډرونونه د ایران لخوا په کویت ، اردن او بحرین کې امریکايی اډو باندې توغول شوي دي. »

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي فاکس نیوز شبکې ته وویل چې د امریکا د تیرې شپې په بریدونو کې په ایران کې ۲۰ ا هدافو په نښه شوي دي.

دغه چارواکی زیاتوي سره لدې چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ خپل بریدونه پای ته رسولي خو وضعیت بیاهم فعال دی او د امریکا اردو د ایران له لوري د هرډول غچ اخیستونکي اقدام په وړاندې ځواب ویلو ته چمتووالی لري.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان وکړ چې ددوی ځواکونو د جون د ۹مې په ماښام، د امریکا د ولسمشر په امر، د ایران پر ضد د «ځان‌دفاع» ترنامه لاندې خپل بریدونه پای ته ورسول. دا بریدونه د ایران له لوري دیوې امریکايی اباچې ډوله هیلیکوپټرې د نسکوریدو په غبرګون کې ترسره شول.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG