د هرات یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژې د کار پرمختګ ته خوشحاله دي او هیله لري چې په ژمي کې د ترکمنستان د ګازو وېش د انرژۍ د کمښت ډېرې ستونزې حل کړي.
د هرات د کارپوهانو د شورا مشر محمد رفیق شهیر د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په پنځمه) ازادي راډیو ته وویل چې هرات ښار ته د ترکمنستان د ګازو په رسېدو سره به د خلکو په ژوند کې بدلون رامنځته شي.
دی زیاتوي: "هرات ښار ته د ګازو رسېدل د خلکو په ژوند کې اساسي بدلونونه ځکه رامنځته کوي چې موږ ارزانې انرژۍ ته لاسرسی پیدا کوو چې له دې لارې موږ کولای شو هم برق تولید کړو او هم د کورونو په ګرمولو کې ترې کار واخلو او په صنعتي فابریکو کې هم ورڅخه کار اخیستلای شو."
ښاغلی شهیر زیاتوي چې له ژمنو سره سم به د ګازو بیه ارزانه وي او چې کله د ګازو په وسیله برېښنا تولید شي او فابریکې ترې ګټه واخلي، نو له یوې خوا به د اجناسو بیې راټیټې شي او له بلې خوا به خلک دې ته اړ نهوي چې ځنګلونه ووهي، نو چاپېریال به هم وساتل شي.
د هرات یو بل اوسېدونکی عبدالصبور رحماني وايي د ټاپي په نللیکې چټک کار روان دی او خلک په ډېره بېصبرۍ د ګازو د وېش پیل ته سترګې په لار دي.
دی هیلهمند دی چې ګاز په مناسبه بیه خلکو ته ووېشل شي: "تمه ده چې د ګاز له رارسېدو یا د ټاپي پروژې له افتتاح سره سم به شرکتونه ښار کې د ګازو نللیکې کورونو ته وغځوي او خلک به له دې لارې په خپلو کورونو کې ګاز ته لاسرسی ولري."
ترکمنستان هلې ځلې کوي چې د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه هرات ښار ته د ټاپي د ګازو د نللیکې د غځولو کار بشپړ کړي.
د هرات یو اوسېدونکي چې د امنیتي اندېښنو له املهیې نهغوښتل نومیې په راپور کې واخیستل شي څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته وویل ترکمن انجنیران د طالبانو د امنیتي ځواکونو په ملتیا د پروژې کارونه پر مخ وړي.
دی وايي: "سهار وختي د افغانستان او ترکمنستان په سرحد د تورغنډۍ بندر څخه په لویو بسونو کې چې د ترکمنانو دي، کاریګر د کار ځایونو ته انتقالېږي او ماښامیې بېرته ستنوي، دا ما خپله لیدلي دي."
ترکمن چارواکي وايي، د نللیکې دا برخه چې د جوړولو چارې یې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې دي، د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې به تر هرات د ګازو لېږد پیل کړي.
د راپورونو په اساس، د ټاپي نللیکې په غځولو د ترکمنستان لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
د ترکمن چارواکو په وینا افغانستان به د پروژې په لومړۍ مرحله کې د کال ۵۰۰ میلیون متر مکعبه ګاز ترلاسه کړي.
عشقاباد هیله لري چې د دې برخې په بشپړېدو سره به وکولای شي، د امنیتي ننګونو سره سره، د دې سترې پروژې لپاره نړیواله مالي پانګونه راجلب کړي ترڅو وروسته تر هند پورې وغځول شي.
د ټاپي ستره پروژه چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ورسوي په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري.
د روېټرز د خبري اژانس د راپور پر اساس، هند او پاکستان په ګډه هر کال شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ میلیارد متر مکعبه طبیعي ګاز واردوي چې تقریباً ټوله برخهیې د سمندر له لارې د مایع ګاز په بڼه ترلاسه کوي.
شنونکي، پانګهوال او د انرژۍ د صنعت فعالان له مودو راهیسې دا نظر لري چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ او د هند او پاکستان ترمنځ د کلونو خصومت ته په کتو د ټاپي پروژې ترسره کېدل غیر واقعي برېښي.
خو تر اوسه ترکمنستان د دې پروژې د لګښتونو تمویل پر غاړه اخیستی دی.
شنونکو د ټاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره اټکل کړی او ویلي یې دي چې پانګهوال به په دې پروژه کې پانګونې ته زړه ښه نهکړي، ځکه د ترکمنستان په ګډون نړیوالې ټولنې، د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
خو د روېټرز په راپور کې راغلي چې ترکمنستان هیله لري چې د انرژۍ د بیو لوړېدل او د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې له امله د منځني ختیځ د انرژۍ د سرچینو پر ځای د بدیلو سرچینو لپاره د تقاضا زیاتوالی، د انرژۍ د سرچینو د تنوع په هدف نوې لېوالتیا رامنځته کړي.
ترکمنستان چې د نړۍ د طبیعي ګازو څلورمه برخه لویې زېرمې لري، د خپلو ګازي صادراتو لپاره نږدې په بشپړه توګه پر چین متکي دی.
د نللیکې غځول به دغه هېواد ته نوي بازارونه پرانیزي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ګازو دولتي شرکت د اګسټ په میاشت کې ویلي و چې هرات ته د لېږدول کېدونکي ګازو د پېرلو لپارهیې لومړنۍ هوکړه لاسلیک کړې، خو د ګازو بیهیې نهوه مشخصه کړې.
د ترکمنستان د دولتي شرکت مشر، محمد مراد امانوف چې د ټاپي د پروژې مسؤلیت په غاړه لري، روېټرز ته ویلي، د هرات برخه به "د پروژې په لومړیو پړاوونو کې د عوایدو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي او د پور ورکوونکو باور به زیات کړي".
نوموړي د اسیا پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک د احتمالي تمویل کوونکو په توګه یاد کړي دي.
عشقاباد وايي له خپل جنوبي سرحد تر هرات ښار پورې د ۱۵۳ کیلومترو اوږدې نللیکې څخهیې شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره جوړه او نښلولې ده.