د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان ښځو پر نه ګډون ژوره اندېښنه وښودل شوه


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د افغان ښځو په وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې پر افغانستان د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو پر نه ګډون ژوره اندېښنه وښوده.-

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې غونډې ته یوه ورځ پاتې ده چې ملګري ملتونه یې کوربه‌توب کوي، خو په اصلي غونډه کې د افغان ښځو په استازیتوب څوک نه دي وربلل شوي.

د ښځو په وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ښځې او نجونې باید د دوحې په درېیمه غونډه کې مهم نقش ولري.

دغې کمېټې غوښتنه کړې چې سبا او بل سبا دې د دوحې په بحثونو کې ښځې فعال او مستقیم مشارکت ولري او ویلي یې دي، چې دغه بحثونه د نړۍ په سطحه د ښځو او نجونو د حقونو له تر ټولو جدي بحران سره ارتباط لري.

د کمېتې په وینا، د ښځو د مشارکت په باب د ډاډ نشتوالی په افغانستان کې د ښځو او نجونو د لا چوپتیا سبب کېږي، هغه کسان چې د دې کمېټې په وینا، د خپلو حقونو له پراخو سرغړونو سره مخامخې دي.

له دې سره جوخت، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل پر ښځو بحثونه به د دوحې د دوه ورځنۍ غونډې له اصلي مسایلو وي، هغه د دوحې د درېیمې غونډې اجنډا په باب وویل: "د افغانستان په باب د دوحې غونډه، د یوې پروسې برخه ده. د غونډې اصلي هدف له ځان او خپلو ګاونډیانو سره د افغانستان سوله ده. دغه راز له نړیوالې ټولنې سره د دغه هېواد ادغام، د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د خپلو نړیوالو ژمنو پر ځای کول، د دوحې غونډې اصلي موخې دي. دا به یو فرصت وي چې له سرپرست چارواکو سره د نور تعامل لارې چارې ولټول شي، دغه راز د ښځو او نجونو په ګډون د کتنو زمینه برابره شي."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې په یوه غونډه کې ویلي وو، د دوحې د درېیمې غونډې هدف د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره لومړني ګامونه نه دي.

نږدې درې کاله کېږي چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، خو تر اوسه یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا تېره جمعه ویلي وو چې د دوحې په غونډه کې به د ښځو استازي برخه ونه لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا

د هغې دغه څرګندونې د بېلابېلو بنسټونو او افرادو له پراخو غبرګونونو سره مخامخې شوې وې.

ویل شوي، د دوحې درېیمې غونډې ته د مدني ټولنې استازي هم نه دي وربلل شوي چې دې موضوع هم بحثونه پارولي وو.

ټاکل شوې د دوحې تر اصلي غونډې وروسته د سې شنبې په ورځ د افغان ښځو استازو ته یوه حاشیوي غونډه په پام کې نیول شوې، خو د بشري حقونو فعالې زبیدې اکبر چې د ملګرو ملتونو له‌خوا دوحې ته وربلل شوې وه، ازاد راډیو ته وویل چې هغه په دې حاشیوي غونډه کې ګډون نه کوي.

دا لومړی وار دی چې د طالبانو چارواکو په دې غونډه کې د ګډون کولو خبر ورکړی دی، د دوحې په مخکېنیو دوو غونډو د طالبانو استازو برخه نه درلوده.

د څه باندې ۲۵ هېوادونو استازو ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې چې یکشنبه او دوشنبه جوړېږي، برخه اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG