د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د تماس سیمه‌ییزې ډلې غونډه د طالبانو له ګډون پرته په تهران کې پیل شوه


د پلازمېنې تهران یوه څنډه
د پلازمېنې تهران یوه څنډه

د افغانستان لپاره د تماس سیمه‌ییزې ډلې دوهمه غونډه نن د جون ۸مه د طالبانو له ګډون پرته په پلازمېنه تهران کې پیل شوه.

په دې غونډه کې چې د افغانستان د ګاونډي ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شوې، افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، د افغانستان په چارو کې د چین د ولسمشر ځانګړي استازي یوشیا یونګ، د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ګډون کړی دی.

که څه هم د دې غونډې جزییات تر اوسه ډېر نه دي رسنیز شوي، خو د ایراني رسنۍ "ایراف" د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني په دې ناسته کې په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت په جوړېدو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، که څه هم په دې برخه یو څه مثبت ګامونه پورته شوي، خو په خبره یې، که د بېلابیلو قومونو او اقشارو خلک په حکومت کې شریک شي، په دغه هېواد کې به د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختیا زمینه برابره شي.

د مهر په نوم یوې بلې ایراني رسنۍ بیا ویلي، باقري د افغانستان لپاره د سيمه‌ييز تماس ډلې دوهمې غونډې ته وویل، په تېرو نېږدې درېیو کلونو کې، افغانستان له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی چې په ځینو مواردو کې یې په ټکو د افغانستان واکمنان لاسته راوړنې لري او په ځینو مواردو کې ستونزې لا هم دوام لري.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د ډېرو ستونزو او ننګونو اصلي لامل د دې هېواد پراختیا او اقتصادي ودې ته نه پاملرنه او د ده په خبره د اشغال منفي اغېزې دي او ټینګار یې وکړ چې د دې غونډو تر ټولو مهم مشترک پیغام دا دی چې دوی باید یوازې د افغانستان د ستونزو په تکرارولو پورې محدود نه وي، بلکې د هغه هېواد د ننګونو او ستونزو د هواري لپاره حل‌لارې وړاندیز کړي.

په دې غونډه کې د نورو هېوادونو د څرګندونو او دریځ په اړه د دې راپور تر خپرېدو معلومات نه دي ترلاسه شوي.

خو د طالبانو حکومت په دې ناسته کې ګډون نه درلود.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي د جون په اتمه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، که څه هم دوی ته بلنه ورکړل شوې وه، خو ګډون یې ونه کړ.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

نوموړي زیاته کړې چې دوی غونډې ته د بېلابېلو هېوادونو بېلابېل نومونه ورکړي او ویلي دي، دوی تمه لري څو هغه غونډې چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د نویو میکانیزمونو د شکل ورکولو پر ځای له معمول او مخکې جوړ شوي میکانیزم نه استفاده وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د تماس سیمه‌ییزې ډلې لومړې غونډه د تېر لمریز کال د سلواغې په نهمه په کابل کې جوړه شوې وه چې په‌کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د شاوخوا یوولسو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

په تهران کې د سیمه‌ییزې ډلې دا ناسته داسې مهال ده چې ټاکل شوې د روانې جون میاشتې له ٣۰مې څخه د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو له‌خوا طالبانو ته د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG