د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

طالبانو ته ولې د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې؟


د شانګهای د همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو مشران
د شانګهای د همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو مشران

د امریکا د سولې انسټېټیوټ وايي، د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو ترمنځ د نظر د اختلاف له امله طالبانو ته دغه سازمان په ناستو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ وايي، سره له دې چې افغانستان د شانګهای د همکاریو سازمان څارونکی غړی دی، خو د دغه سازمان د غړو ترمنځ د نظر اختلاف د دې لامل شوی چې طالبانو ته د دې سازمان په ناستو کې د ګډون چانس ورنه‌کړل شي.

د دې انسټېټیوټ په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د امریکا د سولې د انسټېټیوټ لوړپوړې کارپوه کارلا فریمن ویلي چې دا اختلافات په ځانګړې توګه د پاکستان او هند ترمنځ چې له طالبانو سره کوم ډول اړیکې ولري برجسته دی.

د قزاقستان پلازمېنه استانه د روانې مې میاشتې په په ۲۰ او ۲۱ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه و.

په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت، له تروریستي ګواښونو او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په اړه بحث د دې غونډې د اجنډا مهمه برخه وه.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ جګپوړي کارپوه کارلافریمن په پاکستان کې په تېره مارچ میاشت کې د پنځه چینايي انجینرانو وژنې ته په اشارې چې د ادعا پر بنسټ ښايي وژنه یې په افغانستان کې پلان شوي وي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان بې ثباتي کولای شي ترهګري پیاوړي کړي او ټوله سیمه وګواښي.

وړاندې د نوموړي له قوله راغلي چې پاکستان د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د دې سازمان مشرتابه ته وړاندیز وکړ چې په دغه هېواد کې د امنیتي او بشري مسئلو په اړه د همکارۍ لپاره د یوه پلټفارم په توګه له افغانستان سره د تماس ډلې بیا راژوندۍ کړي.

د فریمن په خبره، د دې مانا دا ده چې اوسمهال د ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو د حکومت اقدامات کافي نه دي.

د امريکا د سولې انسټېټیوټ د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ‌يي د سيمه ييز امنيت په اړه د دغه سازمان په دننه کې د همغږۍ پر ښه‌والي سربېره د شانګهای د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د لا زياتو خبرو اترو غوښتنه وکړه.

د سیاسي مسایلو کارپوه عزیز ارینفر وايي، د یوې پرېکړې لپاره د شانګهای سازمان د ټولو غړو همغږي او توافق ته په پام سره د غونډ شانګهای همکاري سازمان ناستو ته د طالبانو استازو بلنه عملي نه ښکاري.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې دغه سازمان په خپلو غونډو کې په پرله‌پسې ډول له ترهګرۍ، نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامين ټينګار کړى، خو دا ټول يې د يوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو پورې تړلي دي.

ارینفر وايي: هیله لرو چې د شانګهای د همکاریو د سازمان په راتلونکو غونډو کې به د افغانستان مسئله په جدي ډول یاده شي او دا تمه هم کېږي او دوی به وکولی شي په دې لار کې یو مثبت ګام پورته کړي.

هغه وايي: "د شانګهای د همکاریو د سازمان غړو په افغانستان کې د یوه ملي، مشروع او ټولشموله حکومت د جوړولو په برخه کې دا ټول مسایل مطرح کړي دي، هیله لرو چې د شانګهای د همکاریو د سازمان په راتلونکو غونډو کې به د افغانستان مسئله په جدي ډول یاده شي او دا تمه هم کېږي او دوی به وکولی شي په دې لار کې یو مثبت ګام پورته کړي."

د سیاسي مسایلو بل کارپوه عزیز معارج ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو سیمه‌ییزه او نړیوال انزوا د افغانستان په ګټه نه ده او طالبان باید ژر تر ژره د یوه جامع حکومت د جوړولو لپاره اقدام وکړي.

معارج وویل: "د دې ډېر اغېز او فشار به پر افغانانو وي، ځکه چې له نړۍ سره امنیتي، اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي اړیکې پرې شوې، نو طالبان دې ژر تر ژره په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي او له نړۍ سره دې اړیکې بیا راژوندۍ کړي."

طالبانو تل له نړۍ سره د اړیکو غوښتونکی دی او ټینګار یې کړی چې د دوی حکومت ټولشموله دی.

دوی ویلي چې د افغانستان په اړه ید دوی په ټولو ناستو کې حضور ولري او د دوی له شتون پرته به کومه غونډه کومه پایله ونه لري.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران، هند او پاکستان د شانګهای د همکاریو سازمان دایمي غړي دي او افغانستان، منګولیا، بېلاروس، عراق او سریلانکا د دغه سازمان څارونکي غړي دي.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په تېرو غونډو کې د طالبانو د حکومت چارواکو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې وه چې د دوی حکومت به په راتلونکي کې د شانګهای همکارۍ سازمان د څارونکي غړي په توګه بلل کېږي.

د يادونې ده چې ټاکل شوې د شانګهاى د همکاريو سازمان سرمشريزه د روان میلادي کال په جولای میاشت کې جوړه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG