د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د شانګهای سازمان اندېښنې او غوښتنې


له ارشیفه د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو تصویر
له ارشیفه د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو تصویر

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف وایي، د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي هېوادونه باید د افغانستان وضعیت ته زیات پام واوړوي ترڅو دا مسله ډاډمنه شي چې د دې هېواد له خاورې نړیوالې تروریستي ډلې کار وانخستلي شي.

ښاغلي توقاییف دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې وکړې.

د روسیې د انترفاکس خبري آژانس د راپور له مخې، نوموړي همدارنګه په افغانستان کې روان بشري بحران ته هم اشاره وکړه او ویې ویل مهمه ده چې په دې برخه کې هڅې دوام ومومي ترڅو په دې هېواد کې د دغه بحران مخه ونیول شي او هم هلته د یوه اوږدمهاله ثبات لپاره شرایط برابرشي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف

د شانګهای د همکاری د سازمان د غړیو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې پر کابل له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د هغو ډلو په شمول چې په افغانستان کې دېره دي او د شانګهای د همکاری د سازمان غړیو هېوادونو ته یې جدي ګواښ متوجه کړی، د نړیوالو ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه کې خپل مسولیت پرځای کړي.

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیې د ملي امنیت سلاکارنیکولای پتروشییف وویل، د دې سازمان د غړیو هېوادونو د پلاوو مشرانو پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې، په ځانګړې توګه د نړیوالو تروریستي سازمانونو او نورو هغو ډلو چې د افغانستان په خاوره کې دېره دي او د شانګهای د همکارۍ د سازمان قلمرو ته جدي ګواښ پیښوي، د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې په دوامداره توګه خپل مسولیتونه پرځای کړي.

د طالبانو چارواکو د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د غوښتنې او له افغانستانه د ترهګرو ډلو د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنو په باب تراوسه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې په کراتو کراتو ویلي چې هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو د برید لپاره کار واخلي.

دا په داسې حال کې چې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پریوه سالون د مارچ د ۲۲ د خونړي برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی؛ هغه څانګه چې ویل کیږي تراوسه په افغانستان کې فعاله ده او له کله چې طالبان پرافغانستان واکمنان شوي، په دې هېواد کې یې د ډېرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی.

که څه هم د طالبانو د واکمنۍ په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونو ته د جدي ګواښ کومه ښکاره بېلګه نه ده لیدل شوې، خو ولې د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي دې ته اندېښنه لري چې د افغانستان له خاورې پرې ترهګرې ډلې د احتمالي ګواښ لپاره کار وانخلي.

د داعش ډلې بیرغ
د داعش ډلې بیرغ

د سیاسي او امنیتي چارو پوه سید ذاکرشاه سادات وایي، د دغو هېوادونو اندېښنې هم تریوه حده پرځای دي. هغه زیاته کړه:

" په ټوله ګې د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د شانګهای د غونډې د اندېښنو څرګندول دا بې ځایه نه دي ځکه له یوې خوا تاسو ولیدل چې په مسکو کې چې کومه پېښه وشوه او ورسره هم مهاله بله پېښه په کندهار کې وشوه او د دې دواړو پېښو مسولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې واخیست. که څه هم په افغانستان کې هیڅ داسې اثار نه دي لیدل شوي چې د ترهګرو ډلو له خوا دې د افغانستان له طریقه کوم ګاونډي ته خطر پېښ شوی وي، خو تشویشونه د ګاونډیانو پرځای دي ځکه دا په اصطلاح ناسالمه رقابتونه چې د زبرځواکوترمنځ دي. دوی له مختلفو توطیو نه کاراخلي نو د شانګهای په غونډه کې هم دا تشویش ممکن په دې هکله وي چې یوځل بیا افغانستان د کومې نا آرامۍ خواته یونه وړل شي."

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په سیمه کې د امنیت او اقتصاد د پیاوړتیا په هدف جوړشوی، په اوس وخت کې نهه غړي لري.

قزاقستان، چین، قرغزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران یې بشپړغړي دي او افغانستان، بیله روس او منګولیا په دې سازمان کې د څارونکو په توګه غړیتوب لري. د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمنان شوي، د دې سازمان په غونډو کې د افغانستان څوکۍ ځکه خالي ده چې د طالبانو سرپرست حکومت د دې سازمان د غړیو په شمول تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG