د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

قطر او پاکستان ته د جان‌بس سفر؛ د افغانستان په تړاو له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي


په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سیاسي چارو کې د دې وزارت موقت مرستیال وزیر جان‌بس روانه اوونۍ قطر او پاکستان ته په سفر کې د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، بس به د اپرېل له ۲۶مې تر ۳۰مې د قطر او پاکستان په سفر وي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، مرستیال وزیر به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نورو هېوادونو له ډیپلوماتیکو ماموریتونو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو حکومت سیاسي دفتر بیا وايي، تراوسه دوی سره د جان بس د لیدنې کتنې او خبرو په اړه کوم څه نه دي شریک شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې دغه امریکایي چارواکی به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره "د امریکا او پاکستان د مشارکت د یوې برخې په توګه په یو لړ سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وکړي."

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، امریکا او د سیمې نور هېوادونو په افغانستان کې او هم په سیمه کې متضادې ګټې لري او په دې اساس د مختلفو هېوادونو لوړپوړي چارواکي سیمې ته سفرونه کوي تر څو د خپلو ګټو او منافعو د خوندي کولو لپاره خپل متحدین باخبره وساتي او همکاري یې دوام پیدا کړي.

خو د ده دوی به ټکو مهمه دا ده چې د افغانستان لپاره څه ګټې لري؟

د سیاسي چارو شنونکی او په تېر جمهوري نظام کې یو مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل: "مهمه دا ده چې د دې سفرونو او نیابتي رقابتونو ګټې د افغانستان او افغانانو لپاره څه دي؟ ایا په افغانستان کې یو مشروع، قانونمنده او ولسواکه افغانستان را منځته کېدلی شي او که‌نه؟ که چېرې دا نه وي نو افغانستان به د نړۍ او د سیمې د رقابت مرکز وي او دا افغانانو په خیر باندې نه ده."

په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ لا هم په افغانستان کې دېره سختدریځې ډلې دي.

شویګو پرون د اپرېل په ۲۶مه په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال دا څرګندونې وکړې.

که څه هم د روسیې دفاع وزیر د دې ډلو نومونه یاد نه کړل، خو په افغانستان کې د څو وروستیو حملو پړه د داعش ډلې خراسان څانګې منلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تېره اوونۍ په یوه وینا کې ادعا وکړه چې د افغانستان لږترلږه درې ګاونډي هېوادونه په سیمه کې د داعش ډلې د فعالیت امکانات برابر کړي دي.

خو متقي د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG