د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

امریکا: له افغانستانه ګاونډيو هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاقو خطر شته


ارشیف، کندهار کې د کوکنارو کرونده
ارشیف، کندهار کې د کوکنارو کرونده

د امريکا متحده ايالاتونو په افغانستان کې له ۲۰۰۳م زیږدیز کال څخه بيا تر ۲۰۲۱کاله پورې له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې نهه نيم ميليارډه امريکايي ډالر لګولي، خو له شپږو مياشتو راهيسې يې په دې برخه کې خپل فعاليتونه او مرستې درولي دي.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، له افغانستانه د امريکايانو تر وتلو وروسته داسې اندېښنې شته چې له افغانستانه ګاونډيو هېوادونو ته نشه يي مواد قاچاق شي.

ټام وېسټ د امريکا د سولې انسټيټيوټ ته د وينا پرمهال وويل، له افغانستانه د امريکايانو وتلو د افغانستان هېڅ يوه ګاونډي ته ګټه نه ده رسولې: "دا چې ایا له افغانستانه بهر د نشه يي موادو د قاچاقو خطر شته که نه؟ زه وايم هو! دا چې ايا طالبان دا توان لري چې له افغانستانه د سيمې هېوادونو ته د ترهګرۍ د ورتلو مخه ونيسي؟ زه وايم هو! لکه ما چې وويل، دا توانايي شته. دې مسايلو ته په کتو سره شايد ګاونډي هېوادونه د امريکايانو له حضور پرته اندېښمن وي."

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په خپل تازه راپور کې ويلي، له کومې ورځې راهيسې چې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د امريکا مرستې بندې شوي، په افغانستان کې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو جوړولو او قاچاقو د وضعيت په اړه سروې نه ده شوې او په دې اړه هېڅ راپور نه دی خپور شوی.

د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې له همکارۍ او مرستو سره تړلي بولي، خو سيګار وايي چې د امريکا متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزارت پالیسي له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د طالبانو له حکومت سره د مستقيمو مرستو مخه نيسي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد:هېچا ته اجازه نه ورکوو چې له افغانستانه نورو هېوادونو لپاره ناوړه ګټه واخلي:
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد:هېچا ته اجازه نه ورکوو چې له افغانستانه نورو هېوادونو لپاره ناوړه ګټه واخلي:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو او نادولتي ټولنو له لارې د امريکا مرستې دوام لري.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دوی به هيچا ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو لپاره ناوړه ګټه واخلي: "اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا پرضد ناوړه استفاده وکړي."

په افغانستان کې د نشه يي موادو د وضعيت په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې طالبانو د خپل نوي حکومت په لومړيو کې ژمنه وکړه چې د کوکنارو د کښت مخه به نيسي، خو اوس چې د دې حکومت شپږ مياشتې تېرې شوي، تر اوسه د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د قاچاقو د منع کولو په اړه رسمي اعلان نه دی خپور شوی.

ددې راپور غږیزه بڼه دلته واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG