د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

د بندي امریکایانو د خوشې کولو لپاره پر طالبانو د ټام ویسټ فشارونه


له ارشیفه د ټام ویسټ او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا امیرخان متقي تصویر
له ارشیفه د ټام ویسټ او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا امیرخان متقي تصویر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د دې وزارت ځانګړي ټام وېسټ پر طالبانو فشار راوړی چې په افغانستان کې نیول شوي امریکایان ازاد کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر د ډېسمبر په ۱۳مه په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ټام وېسټ په روانه اوونۍ کې هم په افغانستان کې د زنداني امریکایانو په اړه له یوه طالب استازي سره خبرې کړې دي.

مېلر د راین کاربېټ او نورو امریکايي وګړو په اړه چې د طالبانو په زندان کې دي، وویل:

"موږ په بهر کې د امریکایانو تر خوندیتوب مهم لومړیتوب نه لرو، نه یوازې په وروستۍ لیدنه؛ بلکې په نورو لیدنو کې مو په دوامداره ډول په افغانستان کې د زنداني امریکایانو د خوشې کېدو لپاره فشار راوړی. ځانګړي استازي ټام وېسټ همدا اوونۍ د طالبانو له استازي سره ولیدل او د ریان کاربېټ او نورو امریکايي زندانیانو په خوشې کېدو یې ټینګار وکړ. "

ښاغلي مېلر د طالبانو د استازي نوم نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره یې لیدلي و.

ښاغلي شاهین په دې اړه چې په لیدنه کې د امریکايي وګړو د خوشې کېدو په خاطر فشار یا غوښتنه مطرح شوي وي، څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې له طالبانو سره د لیدنو یو هدف همدا دی چې دا نیول شوي امریکایان بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

مټیو مېلر په خپلو خبرو کې په ډاګه نه کړه چې څومره امریکايي وګړي دا مهال په افغانستان کې زنداني دي، خو سي بي اېس تلویزیون د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی، راپور ورکړی چې د راین کاربېټ په ګډون دا مهال ۶ امریکایان په افغانستان کې له طالبانو سره زنداني دي.

د طالبانو یو زندان ساتونکی - تصویر له ارشیفه
د طالبانو یو زندان ساتونکی - تصویر له ارشیفه

د راین کاربېټ مېرمنې انا کاربېټ هم له دې تلویزیون سره په مرکه کې د خپل خاوند د روغتیا او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

راین کاربېټ چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې یې په افغانستان کې له موسسو سره کار کاوه، په ۲۰۱۷ کال کې یې خپله د (Bloom Afghanistan) د وړو پورونو د ورکړې یوه موسسه جوړه کړې وه.

د نوموړي مېرمنه وايي چې راین کاربېټ د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو سره له افغانستان څخه وتلی و، خو د خپلې موسسې د فعالېتونو مخ ته وړلو لپاره یو کال وروسته بېرته په سوداګریزه ویزه افغانستان ته ستون شو او ۱۶ میاشتې مخکې د طالبانو د استخباراتو له لوري زنداني شو.

انا کاربېټ ویلي، له نورو ازادو شویو زندانیانو څخه یې د راین د ناوړه وضعېټ په اړه اورېدلي دي او دا چې نوموړی د سږو تکلیف هم لري، د هوا سړېدو او په نمجنه خونه کې د هغه اوسېدلو د دوی اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

انا کاربېټ هيله ښودلې چې د ژوند ملګری به یې ژر د طالبانو له بند ازاده او له خپلې کورنۍ سره به یو ځای شي.

افغان الاصله امریکايي شاه محمود حبیبي هم له څه باندې یو کال راهیسې طالبانو سره بندي دی
افغان الاصله امریکايي شاه محمود حبیبي هم له څه باندې یو کال راهیسې طالبانو سره بندي دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دې اړه چې څومره امریکايي وګړي یې زنداني کړي او د زنداني کېدو لاملونه یې څه دي؟ د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د طالبانو له زندان څخه د امریکايي وګړو د ازادولو په خاطر د هڅو خبر ورکوي چې تر دې مخکې د افغان الاصله امریکايي شاه محمود حبیبي کورنۍ هم چې له څه باندې یو نیم کال راهیسې د طالبانو په بند کې دی، په ځلونو د نوموړي د ازادېدو غوښتنه کړې وه.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان فعالانو، خبریالانو او سیاستوالو په ګډون یو شمېر بهرني وګړي هم زنداني کړي دي چې په ډېرو مواردو کې یې په اړه له رسنیو سره معلومات هم نه دي شریک کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG