د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو غونډه؛ په افغانستان کې د ټیکاو پر ټینګېدو هم خبرې کېږي


د استانې ښار یوه څنډه
د استانې ښار یوه څنډه

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن او سبا د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې کېږي.

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران دا ځل د خپلې غونډې په اوږدو کې په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره په مبارزې او په دې هېواد کې د ثبات په ټینګېدو خبرې اترې کوي.

د روسیې تاس خبري اژانس د یکشنبې په ورځې راپور ورکړی چې د دې سازمان غړي هېوادونه د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو کې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې راغونډ شوي او هملته به پر دې موضوعاتو بحث وشي.

د شانګهای سازمان وړاندې په خپله ویبپاڼه لیکلي و چې د سازمان د بهرنیو چارو وزیران او د پلاویو مشران به په دې غونډه کې په نړیوالو او سیمه‌ییزو امنیتي، اقتصادي، سیاسي، سوداګریزو، فرهنګي او بشري مسایلو خبرې وکړي.

دا خبر هم ورکړل شوی و چې د دې غونډو په اوږدو کې به د دې سازمان د راتلونکي سرمشریزې په چمتوالي چې تمه ده په جولای میاشت کې جوړه شي هم بحثونه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د شانګهای سازمان د ملي امنیت سلاکارانو نږدې شپږ اوونۍ وړاندې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د دې سازمان غړو هېوادونو او سیمې لپاره یو جدي ګواښ بللی و او د طالبانو له حکومت یې په یوه اعلامیه کې غوښتي وو چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

خو د طالبانو حکومت تل دا ډول څرګندونې رد کړي او ډاډ یې ورکړی چې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې ترڅنګ، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د بې‌ثباتۍ لپاره وکارول شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی عزیز آرینفر وايي، د شانګهای سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې ترهګري، نشه‌يي توکي او بې‌ثباتي د ځان پر وړاندې لوی ګواښ ګڼي.

آرینفر وايي: که افغانستان کې ټیکاو نه‌وي د دوه اړخیزو او څو اړخیزو پروژو د عملي کېدو په برخه کې لوی خنډونه جوړولای شي.

هغه زیاتوي: "د شانګهای سازمان غړي چې د افغانستان ګاوندیان شمېرل کېږي، د افغانستان د بې‌ثباتۍ په اړه ژوره اندېښنه لري؛ ځکه که افغانستان کې ټیکاو نه‌وي د دوه اړخیزو او څو اړخیزو پروژو د عملي کېدو په برخه کې لوی خنډونه جوړولای شي."

د امنیتي چارو شنونکی اختر راسخ بیا وايي، د شانګهای سازمان غړي هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د ثبات د راتلو د څرنګوالي په اړه د بحث له لارې خپلې اندېښنې لېرې کړي.

راسخ وویل: "د شانګهای سازمان غړي هېوادونه غواړي چې د تروریزم، په ځانګړي ډول د داعش د فعالیتونو د مخنیوي لپاره طالبان دې ته چمتو کړي چې له دې ترهګرې ډلې سره وجنګېږي او په ګډه د افغانستان او سیمې جغرافیه د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په یوه قوت بدله کړي."

اوسمهال د شانګهای سازمان دوره‌يي مشري قزاقستان کوي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران، هند او پاکستان د شانګهای سازمان غړي هېوادونه دي.

افغانستان، مغولستان، بېلاروس، عراق او سریلانکا بیا د دې سازمان د ناظرو هېوادونو په توګه پېژندل شوي دي.

خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې د دې سازمان په شویو غونډو کې د طالبانو حکومت ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو موده وړاندې د دوی د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره لیدنه کې هیله ښودلې وه چې د شانګهای سازمان په راتلونکي غونډه کې دوی ته د ناظر په توګه د ګډون بلنه ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG