د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هند ته ځي


بلاول بوټو زرداري
بلاول بوټو زرداري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې نن (د اپرېل پر ۲۰مه) په اسلام اباد کې اوونيزې خبري غونډې ته وويل چې، دا غونډه به د مې پر څلورمه او پنځمه د هند په ګووا ښار کې کېږي او بلاول بوټو به د پاکستان د پلاوي مشري کوي.

نوموړې وويل: "د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای سازمان په دې غونډه کې د شانګهای د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د اوسني مشر او د هند د بهرنیو چارو د وزیر ډاکتر اس جې شنکر په بلنه ګډون کوي. په دې غونډه کې زموږ ګډون د شانګهای سازمان چارتر او چارو ته د پاکستان ژمنتیا په ډاګه کوي او هغه اهمیت چې پاکستان یې سیمې او د بهرنۍ تګ‌لارې لومړیتوبونو ته ورکوي."

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر کوي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر هند ته سفر کړی و.

بلاول بوټو زرداري د هند د بهرنيو چارو وزير اېس جې شنکر پر بلنه هند ته ځي.

شنکر دا مهال د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا مشر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ شازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په وروستۍ غونډه کې چې د تېر کال (۲۰۲۲ز) په جولای میاشت کې په تاشکند کې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې اته غړي هېوادونه لري.

چين، روس، قرغيزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان بنسټګر غړي دي خو پاکستان او هند په ۲۰۱۷م کال کې د دې سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.

دا سازمان په اساسي توګه د سیمې د هېوادونو د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG