د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

طالبان: یوناما دې د امنیت شورا غونډه کې مثبت اړخونه بیان کړي؛ مېرمنې: د افغانانو غوښتنو دې ته پام وشي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د طالبانو حکومت له یوناما څخه غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د دوی تر واکمنۍ لاندې د افغانستان مثبت اړخونه بیان کړي، خو یو شمېر افغان مېرمنې ټینګار کوي چې په دې غونډه کې دې د طالبانو حکومت د غوښتنو پرځای دې د افغان ولس په تېره بیا د ښځو او نجونو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاشت د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

يادې شورا د جون په میاشت کې د خپلې کاري اجنډا په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اتنبایوا او د مدني ټولنې استازي د افغانستان په اړه څرګندونې وکړي.

خو د دې غونډې کره نېټه نه ده ټاکل شوې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما له دفتره غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د دوی د حکومتوالۍ مثبت اړخونه په ډاګه کړي.

هغه په یوه غږیز کلیپ کې چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د ملي تلوېزیون په ایکس پاڼه کې خپور شوی، ادعا کړې چې د امنیت او عدالت تامینول او د بیارغونې لپاره هڅې د دوی د حکومتولۍ له مثبتو اړخونو څخه دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: "یوناما باید دا هوډ جدي ونیسي او له افغانستان سره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان د نږدې‌والې په برخه کې ډېر او ښه رول ولوبوي."

خو یو شمېر افغان مېرمنې له ملګرو ملتونو غواړي چې د طالبانو حکومت د غوښتنو پر ځای دې د افغان ولس په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو غوښتنو ته پام وکړي چې د دوی د حقونو په اړه دي.

دوو معترضو مېرمنو ژولیا پارسي او کریمه اعظم ازادي راډيو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

مېرمن پارسي وویل: "په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري حقونه شتون نه‌لري، د ښځو حقونه خو لرې خبره ده. هیله لرم چې په دې ناسته کې ورته پام وشي."

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو مېرمنو د یوه لاریون انځور

مېرمن اعظم وايي: "له دې غونډې هېڅ تمه نه‌لرو، سربېره پر دې که خدای مه کړه د طالبانو شرطونه چې مونږ ترې خبر هم نه يو ومنل شي، شاید د افغانستان په خلکو په تېره په ښځو ډېر قیودات وضع شي."

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي هم وايي: "ملګري ملتونه داسې یو سازمان دی چې غواړي د بشري حقونو او د ښځو حقونو په برخه کې حالت، په یوه سټنډرډ حالت بدل شي. ښايي طالبان ځينې غوښتنې ولري، خو یوه برخه به یې د ملګرو ملتونو له‌خوا واورېدل شي نه ټولې غوښتنې یې، ځکه ملګري ملتونه د نړۍ له هېوادونو څخه جوړ شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه به د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې د افغانستان په اړه په دوحه کې د یوې غونډې کوربه وي.

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې د مسکو غونډه په درې ورځو کې د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شي.

د روسیې تاس خبري اژانس، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت له استازو سره د دوحې د درېیمې غونډې د چمتووالي په اړه خبرې وکړي.

کابلوف ویلي چې دوی به راتلونکې شنبې په تهران کې سره راټول شي او بحثونه به ډېر د دوحې غونډې ته د چمتووالي په اړه پر سلا مشورو متمرکز وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پخوانۍ غونډه کې، چې د روان کال د مارچ په اوومه جوړه شوې وه، په افغانستان کې بشري وضعیت، بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د اندېښنې وړ وبلل شول او ویل شوي وو چې دې مسئلې ښځې له ټولنې څخه لرې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG