د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ثبت شویو مدرسو شمېر د پام وړ ډېر کړی دی.
ګوټېرېش په نوي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ يې د دغه سازمان امنیت شورا ته وړاندې کړ، زیاته کړې چې اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۷۰۰۰ ثبت شوي مدرسې فعالیت کوي.
د دغه راپور لهمخې، لهدې جملې ۶،۸۳۶ مدرسې د هلکانو او ۳۸۰ مدرسې د نجونو لپاره دي چې په دې شمېر کې ۷ مدرسې نوې ثبت شوي چې یوه یې د نجونو لپاره په پام کې نيول شوې ده.
وړاندې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۴مې پورې له دغو مدرسو څخه نږدې ۲،۴۶۴ تنه زده کوونکي فارغ شوي چې ۱۲۸ یې ښځې دي.
د طالبانو حکومت دغه مدرسې "جهادي مدرسې" نومولي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوي راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر د جنورۍ په ۲۶مه د راتلونکي تعلیمي کال لپاره چې په دوو اوونیو کې به پیل شي، د نصاب بدلون هم جبري کړی.
د راپور لهمخې، په دغو بدلونونو کې مدني زده کړه، خطاطي، د ژوند مهارتونه او له عربي ژبې پرته د بهرنیو ژبو مضامين کمول یا لهمنځه وړل شامل دي.
د راپور پر بنسټ، پر نورو موضوعاتو د اسلامي مضامينو تدريس ته د لومړيتوب ورکولو او په ښوونځيو کې د تدريس لپاره د ديني عالمانو پر ګمارلو ټينګار کېږي.
پههمدې حال کې د کابل ښار د تعليمالقران محمديه مدرسې مسوول استاد محمدحريف رحمتزاده وايي، پهدې مدرسه کې هلکانو او نجونو ته ديني زده کړې ورکول کېږي.
هغه ازادي راډيو سره خبرو کې وويل: "موږ د قرانکریم د تدریس ترڅنګ د محمد «ص» سيرت، احاديث شريف او همدارنګه د لمانځه مسایل تدریسوو؛ ښځینه برخه هم لرو چې زموږ په مدرسه کې د ښځینه استادانو لهخوا تدریس کېږي او د نارینهو برخه جلا ده. په کال کې يوځل موږ فراغت او دغه شان د قرانکريم مناظره لرو."
د يادونې ده چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ديني او عصري زدهکړو مسئله يوه جنجالي موضوع ده او په ټول افغانستان کې د ديني مدرسو زياتوالى د طالبانو د حکومت يو له مهمو اقداماتو ګڼل کېږي.
مجیب مهرداد چې د زدهکړو فعال او په تېر جمهوري حکومت کې د افغانستان د پوهنې وزارت ویاند و، وايي چې طالبان باید پر دې تګلارې له سره غور وکړي.
نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د مدرسو زياتوالى پرته لهدې چې د دوى د فعاليت د څرنګوالي په اړه د نړۍ شکونه زيات کړي، بله کومه پايله نهلري.
هغه وايي: "له بدهمرغه دا اقدامات په هيڅ صورت د افغانستان په ګټه نهدي؛ افغانستان په کافي اندازه ملایان لري، خو زیاتو ډاکترانو، انجینرانو، د کرنې متخصصینو او نورو برخو او څانګو ته اړتیا لري، نو طالبان باید پر خپلې دې تګلارې له سره غور وکړي."
تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې مدرسو کې د پوځي او افراطي روزنې په اړه اندېښنې راپورته شوي دي.
هغه څه چې طالب چارواکو تل رد کړي او ویلي یې دي چې په مدرسو کې نظامي مضامین نه، بلکې یوازې اسلامي مضامین تدریسيږي.
په ورته وخت کې، د سياسي مسايلو پوه عليم داد عليم وايي، د معاصرو مضمونونو د لرې کولو فلسفه ښېي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي، ترڅو ځوانان په مدرسو کې له افراطي افکارو سره د نړۍ له اصلي واقعيتونو څخه بېخبره و روزي.
نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "هيڅ داسې منطق نهشته چې په افغانستان کې هر څه اسلام، مدرسه او دين وي او طالب راشي یو بل نوی اقدام وکړي، يو مرکز جوړ کړي چې د تېرو مفکورو او واقعیتونو څخه جلا وي او د مدرسې نوم ورکړي. ټوله فلسفه دا ده چې دوی غواړي دلته خپل نظریات عام او دود کړي."
یو شمېر کتونکي چې مخکې یې پهدې اړه له ازادي راډیو سره خبرې کړي، پهدې باور دي چې په مدرسو کې افراطي نظریاتو ته وده ورکول کېږي او د دوی په وینا د طالبانو په ګډون ګڼې جهادي ډلې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په پاکستان کې له مدرسو را پورته شوي دي.