د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

ټوماس وېسټ: ټول په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه قوي اجماع لري


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، ټول په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه قوي اجماع لري.

په داسې حال کې چې د افغانستان په سړو سیمو کې کې د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته نږدې یوه میاشت پاتې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي چې ټول د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او کار او ټولنیز ژوند ته د ښځو د بیا ستنېدو غوښتونکي دي.

نوموړي تېره ورځ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې په افغانستان کې د ټولیزو ګټو په اړه پیاوړې اجماع شته.

ټوماس وېسټ، چې تازه د دوحې له کنفرانسه واشنګټن ته ستون شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د قطر له هیواده د کنفرانس د جوېدو له امله مننه کړې ده.

ارشیف: په کابل د یوه ښوونځي څنډه
ارشیف: په کابل د یوه ښوونځي څنډه

یو شمېر نجونې غواړي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم ورته د پاتې زده کړو اجازه ورکړل شي.

د ننګرهار اوسېدونکې زرلښتې ازادي راډيو ته وویل: "دا چې نوی تعلیمي کال شروع کېږي، موږ باید ښوونځیو ته لاړ شو، پوهنتونونو ته لاړ شو، د کار اجازه راکړل شي. دا هېواد یوازې په نارینه‌وو نه جوړېږي. تاریخ ګواه دی چې ښځو څومره مېړانه کړې ده. موږ ته باید خپل حق راکړل شي. "

نویده وايي: د زده کړو دروازې باید نورې پرانیستل شي تر څو نجونې زده کړه وکړي او د هیواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.

د کابل اوسېدونکې نویدې وویل: "له دولتي چارواکو نه هیله لرو چې د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې باید نورې پرانیستل شي تر څو نجونې زده کړه وکړي او د هیواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي."

د طالبانو حکومت لا تراوسه په دې اړه چې د نوي لمریز کال په پیل کې به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي که نه رسمي څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د نجونو د دیني مدرسې د فراغت یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې نجونو ته د زدکړو زمینې په برابرېدو ټینګار کړی دی.

هغه ویلي چې د پرمختګ یوازېنۍ لار زدکړې دي او دا چې علم په نارینه او ښځینه دواړو فرض دی.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ وروسته د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دحې په غونده کې افغانانو سره د مرستود کلک تعهد خبره هم کړې ویلي، د اقتصادي ثبات او د افغانانو د اقتصادي راتلونکي د مالکیت په تړاو ځینې اندېښنې موجودې وې.

د ټوماس وېسټ په بیان کې راغلي: "د اقتصاد په اړه، د افغانانو روښانه ژمنې واورېدل شوې او په تېر کال کې له ۲۶ میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې د نړیوالو هڅو بیا کتنه وشوه."

نوموړي دغه شان زیاته کړې، هېڅ هېواد غواړي چې له افغانستانه ورته د ترهګرۍ ګواښ پېښ شي.

نوموړي د ګڼو هېوادونو له خوا د کوکنارو د کرکېلو په باب د طالبانو د بندیز د عملي کېدو یادونه هم کړې چې په خبره یې د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د ارزونې په اساس د کوکنارو کرکېله ۹۵سلنه کمه شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان مدني ټولنې له استازیو سره د لیدنې یادونه هم کړې.

هغه ټینګار کړی چې امریکا د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان اړوند داسې غونډو ملاتړ کوي او په خبره یې باید د افغانانو ښېګڼې او ګډې نړیوالې ګټې د داسې غونډو لارښود وګرځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG