د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

د ناروې د کډوالو شورا رییس: په دوحې غونډه کې د طالبانو نه ګډون نهیلی کوونکی و


د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) عمومي منشي، یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) عمومي منشي، یان ایګلنډ

د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې له ګډون څخه د طالبانو د حکومت انکار نهيلی کوونکی بللی.

د دغې شورا عمومي منشي یان ایګلنډ له ټولو لورو وغوښتل چې د هغو معاملو د لاسته راوړلو لپاره چې د افغانستان د خلکو په ګټه تمامېږي، لا ډېرې هڅې وکړي.

هغه زیاته کړې، دا اړینه ده چې د افغان ښځو غږ او حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د ښځو د حقونو فعالانو او د مدني ټولنې پنځه تنو ګډون کړی چې ۳ یې ښځې دي.

محبوبه سراج، د دوحې غونډې یوه ګډونواله
محبوبه سراج، د دوحې غونډې یوه ګډونواله

د يادې غونډې یوې ګډونوالې محبوبې سراج د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دې غونډې په دوهمه ورځ (دوشنبه) به د افغان ښځو پر مسئلې خبرې وشي.

طالبانو ته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د دوی په ټکو دا چې د افغانستان د اصلي لوري په توګه ورته بلنه نه‎ وه ورکړل شوې، دوی خپل ګډون ګټور نه بولي او شنبه ‎یې د غونډې له پیله یوه ورځ مخکې خبر ورکړ چې په ياده غونډه کې به ګډون ونه‌کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، هیله لري چې د دا ډول غونډو په جوړولو سره د دوی د ژوند وضعیت بدل شي.

په کابل کې مېشتو دوو مېرمنو چې نه‌یې غوښتل نومونه یې په راپور کې ياد شي ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ د افغان مېرمنو په ځانګړې توګه هغه ښځې چې په افغانستان کې د «طالبانو» تر سيوري لاندې په تياره کې ژوند کوي، غوښتنه مو له هغو بنسټونو او هېوادونو څخه چې د دوحې په غونډه کې یې برخه اخیستې دا ده چې د افغان مېرمنو له هغو قانوني او اسلامي حقونو دفاع وکړي چې د دې ډلې «طالبانو» له‌خوا ترې اخيستل شوي دي، ترڅو د افغان مېرمنو راتلونکی تياره نه‌شي."

دویمې مېرمنې وویل:

"واقعاً هغه شرايط چې د طالبانو په واکمنۍ کې يې افغان مېرمنې لري، د افغان ښځو حالات له بندیانو پرته بل څه نه‌دي، د دوی ټول حقونه ترې اخیستل شوي او نړۍ یې لا هم عیني شاهده او تماشه کوونکې ده. زه هیله‌منه یم چې د دوحې دغه ناسته د افغانانو په ګټه او په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو او افغانستان په ګټه پای ته ورسېږي."

یو شمېر اعتراض کوونکې افغانې ښځې
یو شمېر اعتراض کوونکې افغانې ښځې

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ سره سم، دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منعې کړې او د ۲۰۲۲ کال په پای کې یې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

د دې ترڅنګ طالبانو په ټولو نادولتي دفترونو او ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او په ډېرو نورو برخو کې یې هم پر هغوی محدوديتونه لګولي دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت د یک‌شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د مذاکرې وړ نه‌دي.

په دوام کې ویل شوي چې برېتانیا او جاپان د ښځو، سولې او امنیت په اړه د یوه ګردي مېز کوربه دی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره چې څه کول پکار دي، خبرې اترې وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG