د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

له دوحې غونډې د بشري حقونو او رسنیو د ځینو ملاتړو بنسټونو غوښتنې


د قطر پلازمېنه دوحه
د قطر پلازمېنه دوحه

د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې په دویمه ورځ له يادې غونډې د بشري حقونو او رسنيو د یو شمېر ملاتړو بنسټونو هیلې.

د «انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې» د دغې غونډې په تړاو په خپله ایکس‌پاڼه کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د حل‌لارې د موندلو په هره پروسه کې باید د جګړې د قربانیانو استازي شتون ولري او د هغوی نظرونه دې واورېدل شي.

يادې ډلې زیاته کړې، د افغانستان د اوسني او راتلونکي په اړه په ټولو بحثونو کې د قربانیانو غږ نه یوازې دا چې بايد واورېدل شي؛ بلکې د پرېکړو په مرکز او د هر اړخیزې او عادلانه حل‌لارې د رامنځته کولو لپاره باید په پام کې ونیول شي.

بل‌خوا په هلمند ولايت کې د پخواني جمهوري نظام د ملي پوځ يو سرتېرى محمد چې د ماين د چاودنې له امله يې دواړه لاسونه او پښې پرې شوي وايي، هيله يې دا ده چې جګړه پاى ته ورسېږي او سوله رامنځته شي.

هغه زیاتوي:

" څلوېښت، ۵۰ کاله کېږي چې زموږ ډېر ځوانان ووژل شول، پښې او لاسونه يېپرې شوي، چا سترګې له لاسه ورکړي دي، موږ له هغوی څخه هم دا غوښتنه کوو چې زموږ هېواد ته امنيت راولي، موږ امنيت ته اړتيا لرو."

په ورته وخت کې د افغانستان د خبريالانو مرکز هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغان رسنيو او خبريالانو پر وړاندې د شته اندېښنو او خنډونو لرې کولو ته لومړيتوب ورکړي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ غواړي چې د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي قانون تعدیل او د طالبانو د حکومت له‌خوا تر ۱۵ زیات هغه فرمانونه لغوه شي چې د رسنیو له شته قوانینو سره په ټکر کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نړیوالې ټولنې له استازو غوښتنه کوي چې د افغان رسنیو د خپلواکو او دوامدارو فعالیتونو لپاره ملاتړ وکړي او د افغان ښځینه خبریالانو خوندیتوب او ځواکمنتیا ته لومړیتوب ورکړي تر څو په رسنیو کې د هغوی له فعالې ونډې اخيستو باوري شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړيکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مسووله سمیه ولي‌زاده
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړيکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مسووله سمیه ولي‌زاده

د ياد مرکز د اړيکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مسوولې سمیه ولي‌زاده ازادي راډيو ته وویل:

"په‌دې غونډه کې چې په دوحه کې ترسره کېږي، موږ تمه لرو چې نړیواله ټولنه د رسنیو، خبریالانو او هغو بنسټونو ترڅنګ ودرېږي چې د خبریالانو ملاتړ کوي، څو د رسنیو په خپرونو کې بدلون راشي."

افغانستان کې يو خبريال حضرت سالک وايي، په افغانستان کې د خبریالانو فعالیتونه تر سانسور لاندې دي او معلوماتو ته د هغوی لاس‌رسی محدود دی.

نوموړي د دوحې په غونډه کې د خپلو غوښتنو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د دوحې په غونډه کې په افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادۍ مسئله هېره نه‌کړي. په افغانستان کې رسنۍ له سختې ځپنې او سانسور سره مخ دي، موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه په‌دې برخه کې جدي ګامونه واخلي."

تر دې وړاندې د افغان ټولنې یو شمېر نورو برخو په تېره بیا ښځو او نجونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ځلونو د نجونو او ښځو پر زده‌کړو، تحصیل، کار او نورو ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو د شته بندیزونو او محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دوحې غونډې کوربه دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دوحې غونډې کوربه دی

د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د ټولو افغانانو بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او د رسنیو او خبریالانو فعالیتونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو د بشري حقونو او د رسنيو د ملاتړو بېلابېلو بنسټونو په ځلونو د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه په سرغړونې او د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د محدودیتونو لګولو له امله تورن کړی دی.

د دوحې غونډه د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او د افغانستان لپاره د سیمې سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې د یک‌شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوه.

که څه هم دې غونډې ته د طالبانو حکومت هم بلل شوی و، خو د دوی د بهرنیو چارو وزارت د يادې غونډې له پيلېدو يوه ورځ مخکې خبر ورکړ چې دوی به په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG