د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د دوحې نننۍ غونډه؛ د طالبانو نه ګډون او غبرګونونه


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب دوه ورځنۍ غونډه نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیلېږي، خو داسې ښکاري چې د طالبانو استازي به په کې نه وي.

دا غونډه نن پیلېږي او سبا دوشنبه هم دوام کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او ځینې افغان مېرمنې ګډون ولري.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ښځو په استازیتوب په دې غونډه کې د نورو تر څنګ محبوبه سراج او شاه ګل رضايي برخه اخلي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون تایید کړه چې له ۲۵ تر ۲۸ پورې د هېوادونو استازو ته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون د ورځې په وروستیو کې د دې غونډې په باب خپل دریځ په یوه اعلامیه کې روښانه کړ.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې به د دوی پلاوی برخه وانخلي
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې به د دوی پلاوی برخه وانخلي

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د اعلامیې یوه برخه لوستلې ده او ویلي یې دي:

" د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې که اسلامي امارت د یواځيني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت له خوا بې‌نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو."

د دوحې په روانه غونډه کې به د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي ځانګړي استازي پر ګمارنه هم بحث وشي.

د افغانستان لپاره د ناټو پخواني ملکي استازي نیکولاس کې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، هیله من دی چې د دوحې غونډه کې په دې باب پرمختګ وشي.

نیکولاس کې: هیله من یم چې د دوحې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په ګمارنه کې پرمختګ وشي
نیکولاس کې: هیله من یم چې د دوحې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په ګمارنه کې پرمختګ وشي

هغه زیاته کړه:

" هیله مندي زیاته ده او ښه ده چې هیله من واوسو. زما په اند ښه ده د دوحې غونډې په باب چې څه لاسته راوړنې به ولري واقع بین واوسو. فکر کوم ښه پرمختګ به ولري په دې شرط چې ګډونوال وکړای شي د ځانګړي استازي پر ګمارنه او د فریدون سینیرلي اوغلو د بې پرې ارزونې د سپارښتنو په عملي کولو وتوانېږي او پر ځانګړې اجماع سلا شي."

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو تر دې مخکې ویلي وو چې ملګري ملتونه هیله لري چې طالبان به د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د دوحې تر غونډې مخکې د ښځو بېلابېلو بنسټونو او نورو سیاسي لوریو خپلې غوښتنې مطرح کړي او غوښتنه یې کړې چې بې پرې لوریو ته هم په دې غونډه کې د ګډون زمینه برابره شي.

د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت هم پرون په یوه اعلامیه کې د افغانستان په باب د یوې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر ایجاد ټینګار کړی دی.

میاخېل: ټولې خواوې باید د دوحې غونډې له فرصت څخه سمه استفاده وکړي
میاخېل: ټولې خواوې باید د دوحې غونډې له فرصت څخه سمه استفاده وکړي

د دې نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل:

" ټولې خواوې چې افغانان او طالبان، دغه راز سیمه ییز هېوادونه باید له دې فرصت استفاده وکړي او که له دې فرصت څخه سمه استفاده ونه شي او یوه اجماع رامنځته نه شي، نو افغانستان به بېرته د سیمه ییزو او نړیوالو نیابتي رقابتونو او جګړو مرکز شي. افراطیت به په سیمه کې خپرېږي چې دا تر هر چا مخکې د افغانانو په ګټه نه دی. په افغانستان کې د نیابتي جګړې مخه هغه وخت نیول کېږي چې یو قانوني- مشروع او ولسواک نظام رامنځته شي."

د دوحې په مخکېنۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې هغه هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب جوړه شوې وه، طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، چې طالبانو ورباندې انتقاد کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG