د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د بشري حقونو ډلې: ملګري ملتونه او نړیوال دې پر طالبانو فشارونه زیات کړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

په پام کې ده چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په بلنه په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه سبا پیل شي.

د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې دا بحثونه تاوده شوي دي چې څوک له دې غونډې څه غواړي.

د بشري حقونو مدافع ډلې غواړي چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې د ښځو او بشري حقونو په مسئله کې پر طالبانو فشارونه زیات کړي او د طالبانو د حکومت مخالفې ډلې له نړیوالو غواړي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشره هیدربار د دوحې د غونډې پر کوربنو انتقاد کوي چې ښځو ته یې لږه ونډه په پام کې نیولې.

مېرمن بار بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، دا وېرېږي چې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو له تېریو سره سره نړیوال له طالبانو سره اړیکي عادي نه کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشره هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشره هیدربار

هغې زیاته کړه: "ډېرې اندېښنې شته چې دا غونډه به په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره په یوه ټاکونکي پړاو بدله شي او هغه ورځ به راشي چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر لور پرمخ ولاړه شي او د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو حملې له پامه وغورځوي."

خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل دا ډېره مهمه ده چې په دوحه کې د افغان ښځو غږ واورېدل شي.

سټیفن دوجاریک زیاته کړه چې دا غونډه د ښځو په ګډون د مدني ټولنې او هېوادونو د استازو ترمنځ کېږي.

سټیفن دوجاریک
سټیفن دوجاریک

بل خوا په پرځېدلي جمهوري نظام کې شاملو ګوندونو او جریانونو د ملګروملتو سرمنشي ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په اړه د ملګروملتونو د پرېکړه لیک له اصولو سره سم د طالبانو له حکومت سره یو واحد چلند غوره کړي.

په دې لیک کې چې د خلکو د انسجام د شورا، ملي محور، د سولې او عدالت د ملي غورځنګ او د ملي متحد ګوند په ګډون د ۹ ګوندونو او جریانونو د مشرانو له خوا لاسلیک شوی راغلي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په برخه کې یواړخیز اقدام به له افغانستان هاخوا سولې او ثبات ته د پام وړ ګواښ متوجه کړي.

په لیک کې ویل شوي چې د افغانستان دولت باید خپل مشروعیت د نارینه‌وو او ښځو له آزادې ارادې او رایو او همداراز د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو د بشپړ رعایت له لارې ترلاسه کړي.

د پنجشنبې په ورځ هم د طالبانو د حکومت یو شمېر نورو مخالفو ګوندونو او جریانونو چې شمېر یې اولسو ته رسېده، له ملګروملتونو غوښتي وو چې ټولو ښکېلو اړخونو ته د دوحې په غوڼده کې د ګډون فرصت ورکړي.

د آزادۍ جبهې، د ملي مقاومت جبهې، د معترضو ښځو غورځنګ، د وحدت ګوند، د ملي مقاومت شورا، حزب اسلامي، جمیعت اسلامي، جنبش اسلامي او یو شمېر نورو جریانونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانانو د غوښتنو په پام کې ساتل، د اغېزمنو سیاسي جریانونو او ښکېلو اړخونو ګډون او له طالبانو سره له سیاسي او ډيپلوماتیکو اړیکو ډډه کول د دوحې د غونډې د بریا شرایط دي.

طالبانو تراوسه د خپلو مخالفو جریانونو د اعلامیو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې ویلي دي چې دې جریانونو د افغانستان خلکو ته خپله ازموینه ورکړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG