د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

ملګري ملتونه: د دوحې په راتلونکې غونډه کې به افغان مېرمنې ګډون وکړي


د دوحې یوه څنډه
د دوحې یوه څنډه

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د دوحې په راتلونکې غونډه کې به افغان مېرمنې ګډون وکړي.

د دې سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په دې ډول غونډو کې د افغان مېرمنو د غږونو اورېدل ډېر اړين دي.

هغه وايي: "څرنګه مو چې وویل د استازو او د مدني ټولنې د ډلو تر منځ به یوه غونډه وي چې البته افغان مېرمنې به په کې ګډون ولري. دا ډېره مهمه ده چې په دغو غونډو کې د افغان مېرمنو غږ واورېدل شي."

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د دوحې غونډې ته دوه ورځې پاتې دي.

دا غونډه د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره د فبرورۍ په ١٨مه او ١٩مه د قطر په مرکز دوحه کې جوړېږي.

په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړې شوې ده.

د ښځو د حقونو یو شمېر غوښتونکي افغان بنسټونه په دې ناسته کې طالب استازو ته د ګډون بلنه غندي.

د افغان ښځو د اعتراضي خوځښتونو ایتلاف د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه د یوې اعلاميې په خپرولو سره په دې ناسته کې د طالبانو ګډون هغوی سره "تعامل او لابي کول" بللی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو ګډون د افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو ضایع کېدل دي.

په ورته وخت کې د شنبه های ارغواني خوځښت هم نن د جمعې په ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره په دې غونډه کې د طالبانو بلل غندلي او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو، نجونو، مدني فعالانو، قومي او مذهبي لږکیو او پخواني سرتېرو حقونه نقض شوي.

په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتل شوي چې په دې ډول ناستو کې د ښځو واقعي استازو ته بلنه ورکړي څو د افغانستان پر عیني واقعیتونه تمرکز وشي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

یوه معترضه مېرمن پریسا مبارز هم ورته نظر لري.

پریسا وايي: د دوحې ناسته کې باید هغه افغان ښځې حضور ولري چې د افغانستان دننه د ښځو رښتنی استازې وي

نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: "په دې ناسته کې باید هغه افغان ښځې حضور ولري چې د افغانستان دننه د ښځو رښتنی استازې وي، په تېره هغه معترضې ښځې چې د طالبانو د مخدودیتونو او محرومیتونو پر وړاندې یې د ښځو رښتینی غږ پورته کړی او وهل شوي، شکنجه شوي او او زندان ته تللي. باید د هغه ښځو ته له افغانستانه بلنه ورکړل شي چې طالبان ځواب ورکوونکي وګرځوي."

په دوحه کې له یوه کال نه په کمه موده کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب دا دوهمه غونډه ده، د دوحې په تېره غونډې کې چې د تېر کال د مې په میاشت کې جوړه شوې د طالبانو د حکومت استازي نه وو وربلل شوي دي.

خو په دې غونډه کې د طالبانو حکومت خپل احتمالي ګډون مشروط کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو د حکومت دوه نیم کاله پوره کېږي، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هغه په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالو هم د طالبانو مخته د نورو مواردو ترڅنګ د ښځو او نجونو د زده کړې او کار حق ته درناوی چې د واکمنۍ په دې موده کې یې ترې جدې سرغړونه کړې، د په رسمیت پېژندلو لپاره د یوه مهم شرط په توګه ایښی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG