د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه د دوحې تړون څېړي


د دوحې تړون د ۲۰۲م کال د فبرورۍ ۲۹مه د طالب او امریکايي استازو ملابرادر او زلمي خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شو.
د دوحې تړون د ۲۰۲م کال د فبرورۍ ۲۹مه د طالب او امریکايي استازو ملابرادر او زلمي خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شو.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون د نه عملي کېدو په اړه څېړنه کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک د څلورمې کلیزې په مناسبت د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به د جمهور رییس جوبایډن د ادارې لخوا د دغه تړون د نه عملي کېدو په اړه د بیا کتنې لپاره غونډه وکړي.

دغې کمېټې د چهارشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د پنجشنبې په ورځ په استماعیه غونډه کې د دغې تړون د نه عملي کېدو په اړه د استازو پوښتنو ته ځواب ووايي.

تمه ده چې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له سختو منتقدینو څخه دی په دې اړه به انتقادي څرګندونې او له زلمي خلیلزاد څخه پوښتنې وکړي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال

د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د افغانستان د سولې په چارو کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازي ملا برادر لخوا لاسلیک شو چې یو موارد یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل و.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه ووتل.

له افغانستانه د امریکا وتل او په دغه هېواد کې د طالبانو بیا واکمنېدل د افغانستان وضعیت لا پسې خراب کړ، هغه څه چې له دې وړاندې یې د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې په ګډون یې یو شمېر امريکايي چارواکو په اړه اندېښنې ښکاره کړي دي

دا کمېټه په داسې حال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې پر تړون بیا کتنه کوي چې دوحه یوځل بیا د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړۍ د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی.

له کابله د امریکايي ځواکونو د وتلو یو انځور. August 20, 2021
له کابله د امریکايي ځواکونو د وتلو یو انځور. August 20, 2021

دې غونډه ته د طالبانو د حکومت استازي هم بلل شوي، خو دوی په دې ناسته کې خپل ګډون مشروط کړی او تر اوسه یې لا په کې د ګډون او نه ګډون اعلان نه دی کړی.

خو د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون له لاسليک څخه د شاوخوا څلور کلونو په تېرېدو سره د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې لخوا د دې تړون د څېړلو موخه څه ده؟

د سیاسي چارو یو کارپوه سمیع یوسفزی په دې نظر دی چې د دوحې د تړون د نه عملي کېدو په اړه د څېړنو موخه پر طالبانو او هغو هېوادونو چې په یو ډول نه یو ډول د طالبانو ملاتړ کوي، فشار راوړل دي.

یوسفزي ازادي راډيو ته وویل: "فکر کوم دا پر طالبانو د هغو هېوادونو د فشار راوړل دي چې د ټولو ستونزو سره سره طالبانو سره د تعامل غوښتونکي دي. چین روسیه او ایران غواړي په دې غونډه 'د دوحې په راتلونکې غونډه' کې طالبانو ته فعاله ونډه ورکړل شي او ورو ورو د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته شرایط برابر شي، خو کانګرس غواړي بیا کتنه وکړي چې د دوحې تړون شرایط تر کوم حده پلي شوي یا نه ده شوي او د چین په څېر هېوادونو ته دا پیغام ورسوي چې طالبان تر اوسه د اعتبار وړ نه دي."

خو یو شمېر نور سیاسي کارپوهان بیا وايي چې د دې غونډې موخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بېړني وتلو او ده په ټکو په ۲۰۲۱ کال کې د دوحې په تړون کې د امریکا د پاتې راتلو د لاملونه څېړل دي.

یو له دوی څخه اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل: "په دې استماعیه غونډه کې د امریکا استازی خلیلزاد به ووایي چې د عجولانه وتلو او د افغانستان د ۴٠ میلیون وګړو برخلیک د طالبانو، چې هېڅ ډول بشري حقونو ته درناوی نه لري، په لاس ورکولو لامل څه دی؟ د امریکا د ناکام تړون تر شا کوم لاملونه دي؟ احتمالاً دا شیان د دوحې په راتلونکې غونډه کې په نظر کې نیول شوي."

اسحاق اتمر
اسحاق اتمر

که څه هم د امریکا د پخواني جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک شو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یې د خطر زنګ وغږوه، خو د امریکا جمهو رییس جوبایډن د هغه اصلي ماده، چې د خپلو ځواکونو باسل وه، عملي کړه او دا اقدام د امریکايي ځواکونو د ساتنې لپاره تر ټولو غوره لاره بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG