د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د یوې څېړنې موندنې: پر افغانستان د طالبانو بياځلي واک ترلاسه کول د اټکل وړ و


د طالبانو وسله وال غړي
د طالبانو وسله وال غړي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دوی څېړنې ښيي چې پر افغانستان د طالبانو بياځلي واک ترلاسه کول د اټکل وړ و.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په څېړنو کې د پرمختګ خبر ورکوي.

د دې کمېټې یوه مرستیال د يکشنبې په ورځ واشنګټن ایګزامینر ته ويلي چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واک ترلاسه کول د اټکل وړ و.

هغه زیاته کړه، په تېرو شپږو میاشتو کې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې څېړونکو له اوسنیو او پخوانیو حکومتي چارواکو سره تر ۱۵ زیاتې مرکې کړې چې په‌کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مدیریت او سرچینو د پخواني مرستیال براین مک کیون، په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانی شارژدافېر روس ویلسون، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی ویاند او د دغه وزارت اوسنی جګپوړی سلاکار نېډ پرايس او د بلېنکن د دفتر ریيس سوسي جورج شامل دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې دغه مرستیال ویلي چې له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت له‌خوا د دوحې لاسلیک شوي تړون ته د بايډن د حکومت پابندي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش، د بګرام هوايي ډګر ساتل او د حامد کرزي هوايي ډګر څخه د تخليې پروسې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مککال هم ویلي چې دوی به اجازه ورنه‌کړي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو او په افغانستان کې د پاتې افغان همکارانو مسئله هېره شي.

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مککال
د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مککال

ليکوال او د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې کارکوونکي جري ډن لیوي له واشنګټن ایګزامینر سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکا بېړنۍ وتل د بایډن د حکومت لویه اشتباه بللې ده.

هغه ويلي: "په حقیقت کې، په دې مسئله کې، دا له پیل څخه تر پایه پورې د ښاغلي بایډن پرېکړه وه. د امریکایي ځواکونو وتل، د امریکا د لوژستیکي قراردادونو لغوه کول، د امريکايي ځواکونو د وتلو په پايله کې په افغانستان کې د نظام چټک پاشېدل، د بګرام هوايي ډګر بندېدل چې له مجبورۍ د افغان همکارانو تخليله د کابل له کوچني هوايي ډګر ترسره شوه. اوس نه یوازې د کابل ښار بلکې ټول افغانستان د طالبانو په لاس کې دی، دا ټول د ولسمشر جوبایډن د ناسمې پرېکړې له امله دي."

د جوبایډن پر ادارې له افغانستانه د امريکا د بېړنۍ وتلو په اړه نيوکې په داسې حال کې کېږي چې له طالبانو سره د دوحې تړون د ډونلډ ټرمپ د ادارې له‌خوا لاس‌ليک شوی چې په‌کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش هم ټاکل شوی دی.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي ازادي راډيو ته وویل، له افغانستانه د امریکا وتل یوه شعوري پرېکړه وه او د دوحې تړون دوه کاله وخت ونيو چې طالبان ځواکمن شي.

د هغه په خبره، د دې ډول څېړنو پايلې به د افغانستان د اوسني وضعيت پر بدلون اغېز ونه‌کړي.

هغه وايي: "اوسمهال د امريکا ټولې اعلاميې، کتنې او هڅې تر ډېره د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو له کمپاین سره تړاو لري، دا په دې مانا ده چې ډیموکراټان او جمهوري غوښتونکي دواړه پر یو بل د برلاسي کېدو هڅه کوي، چې دا کار د افغانستان درد او ستونزه نه‌شي هوارولی."

بل سياسي پوه احمدخان اندړ وايي: "دا چې د امریکا د استازو جرګې او د دې جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د بايډن پر حکومت نيوکې کړي، زما په اند اوس ډېر ناوخته دی، ځکه چې موږ داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې عباس ستانکزي ویلي چې دوی له ۲۰۰۷ راهیسې له امریکا سره په اړيکه کې وو او امریکا په دې پوهېدله، چې طالبان راتلل."

اندړ زیاتوي، چې امریکا باید له دې مخکې داسې اقدامات کړي وای، ترڅو د افغانستان خلکو اوسنی وضعیت نه و تجربه کړی.

خو د ولسمشر بایډن ادارې په پرله‌پسې ډول له افغانستانه د امریکا د وتلو له پرېکړې دفاع کړې او په افغانستان کې یې د امریکا اصلي پوځي ماموریت چې د القاعدې پر ضد جګړه بلل کېده، بریالی بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG