د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د ډیموکراسۍ نړیواله ورځ؛ ایا اوسمهال په افغانستان کې ډیموکراسۍ شته؟


ارشیف: د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو چلند.
ارشیف: د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو چلند.

نن د سپټمبر ۱۵مه په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې دا ورځ د دې لپاره په دې نوم نومولې چې د دې سازمان غړي هېوادونه ډیموکراسي ترویج کړي او پر اصولو یې عمل وکړي نو ځکه دې سازمان په ۲۰۰۷ کال کې غړو هېوادونو او نړیوالو موسسو ته بلنه ورکړه چې د سپټمبر ۱۵مه د دې ورځې په توګه ونمانځي څو په نتیجه کې یې د ډیموکراسۍ په اړه د خلکو عامه پوهاوی لوړ شي.

د ډیموکراسۍ ساده معنا ولسواکي یا د خلکو واکمني ده، خو په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له پوځي یرغل سره هممهاله کې په دې اړه د شعارونو زیاتېدلو په خلکو کې داسې یو ناسم تصور پیدا کړ چې ګنې ډیموکراسي له سرحده وتلې آزادۍ ته وايي.

د سیاسي چارو شنونکې ګلالۍ مموزۍ چې اوسمهال د جرمني په بن ښار کې د ایالتي شورا غړې ده، په دې اړه وايي: "ډیموکراسي دا معنا لري چې د ټولنې هغه غوښتنې په یوه قانون کې راټولېږي چې بیا له دې څخه یو دولت جوړېږي. دولت دا دنده لري چې قانون په هېواد کې تطبیق کړي. خو په تاسف سره باید ووایم چې د ډیموکراسۍ له نوم څخه زموږ په وطن کې په یوه ډېره منفي بڼه تشريح کېږي."

د ټولنیزو چارو د پوهانو په نظر ډیموکراسي په هېڅ هېواد پورې اړه نه لري او کومه ځانګړې نمونه یا موډل یې هم نه شته بلکې اساس او بنسټ یې د بیان آزادي ده.

همداراز د ډیموکراسۍ پربنسټ ولاړ دولتونه د قدرت د توازن لپاره د مقننه، قضاییه او اجراییه په درېیو ستنو ولاړ وي او رسنۍ یې آزادې وي.

د ډیموکراسۍ دا معیارونه او بنسټونه د افغانستان تېر جمهوري نظام چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرځای رامنځ ته شو درلودل.

خو دا بیا جلا خبره ده چې فساد څومره په کې و او ناامني څومره وه.

مګر پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پارلمان یا مقننه قوه له منځه ولاړه، د طالبانو د قضا او حکومتولۍ پر څرنګوالي انتقادونه کېږي او پر رسنیو هم سخت محدودیتونه ولګېدل.

د افغانستان قضایه قوې سیا سترې محکمې ودانۍ
د افغانستان قضایه قوې سیا سترې محکمې ودانۍ

ملګرو ملتونو سږکال د ډیموکراسۍ ورځ د راتلونکي نسل د ځواکمنولو په نوم نومولې ده.

ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې سږکال به د دې ورځې د نمانځنې تمرکز د ډیموکراسۍ په وده کې د ځوانانو پر رول او د دې خبرې پر یقیني کولو وي چې د ځوانانو غږ د نړۍ په مهمو پرېکړو کې شته.

ملګري ملتونه همداراز ټینګار کوي چې ځوانان اوس مهال او په راتلونکي کې د ډیموکراسۍ ساتونکي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG