د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

بریتانیا د «جي اووه» سرمشریزه کې پر طالبانو د بندیزونو لګولو وړاندیز کوي


د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

تمه کېږي د بریتانیا حکومت د افغانستان د کړکېچ په اړه د «G7» په غونډه کې د طالبانو پر ضد د نویو بندیزونو د لګولو وړاندیز وکړي.

دا خبره روېټرز خبري اژانس له موضوع د ځینو با خبره مقاماتو په حواله راپور کړې ده.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې د دې ډلې دوره‌يي مشري په غاړه لري، د یکشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې په انلاین بڼه دې دا سرمشریزه جوړه شي.

د افغانستان په اړه د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو دا سرمشریزه نن سې شنبه ترسره کېږي.

د بریتانیا د یوه حکومتي چارواکي او یوه لوېدیځ ډیپلومات په وینا چې په راپور کې یې د نوم له اخیستو ډډه کړې، د بریتانیا حکومت په دې باور دی چې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونې یا د نورو تُندلارو وسله‌والو له‌خوا د یوه پټنځای په توګه د افغانستان د خاورې د کارولو په صورت کې باید «G7» اقدام وکړي. اقتصادي بندیزونه او له طالبانو سره د مرستو بندول په پام کې ولري.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبانو د کابل د هوایي ډګر د ساتندویه امریکايي ځواکونو په وړاندې هېڅ ګام نه‌دی پورته کړی او تر دې دمه‌یې د کابل هوایي ډګر ته د امریکایي اتباعو د خوندي ننوتلو په اړه په خپله ژمنه عمل کړی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

له بایډن وپوښتل شول چې ایا د بریتانیا د حکومت د وړاندیز ملاتړ کوي که څنګه؟ هغه‌یې په ځواب کې وویل چې هو زموږ ځواب مثبته دی، خو دا د طالبانو په چلند پورې تړلې ده.

اخوا د دوشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان هم وویل چې ولسمشر بایډن څو واره د بریتانیا له صدراعظم بورېس جانسون سره خبرې کړي او تمه ده په «جي اووه» غونډه کې هم ګډون وکړي.

ښاغلي سولیوان وویل: "ولسمشر دوه واره د بریتانیا له صدراعظم سره غږېدلی. د جرمني له صدراعظمې سره غږېدلی. د فرانسې او اسپانیې له مشرانو، د ایټالیا له صدراعظم، د قطر له امیر او د متحده عرب اماراتو له ولیعهد سره غږېدلی. ولسمشر به سې شنبه د «جي اووه» په سرمشریزه کې برخه واخلي چې د افغانستان په اړه جوړېږي څو ډاډ ورکړي چې د نړۍ مخکښه ډیموکراسي (امریکا) د مخکې تګ په لاره متحده او سمه روانه ده."

سولیوان زیاته کړه چې ولسمشر بایډن د امریکا له متحدینو سره له افغانستانه د بهرنیو اتباعو او د دوی د افغان متحدینو د خوندي را ایستلو په تړاو بحثونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

لسګونه زره ملکیان، د افغان حکومت پخواني چارواکي او پوځیان له افغانستانه د وتلو په لټه کې دي. دا ټول په یوه اوونۍ کې وروسته تر هغه پېښ شول چې طالبانو د کابل کنټرول په لاس کې واخیست.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون ویلي: "له کابل څخه د خلکو خوندي ایستلو لپاره د نړیوالې ټولنې همکاري او همغږي خورا مهمه ده او دا چې د بشري ناورین مخه ونیول شي او د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د تثبیتولو لپاره له افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړل شي."

یوه لوېدیځ ډیپلومات بیا روېټرز ته ویلي چې د طالبانو پر ضد د بندیزونو تصویب دومره ژر امکان نه‌لري.

پر طالبانو د فشار راوړلو په هدف د بندیزونو د لګولو مسئله لومړی وار څو ورځې وړاندې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنېک روب مطرح کړه.

XS
SM
MD
LG