د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

په افغانستان کې د جمهوریت ۵۰ کالیزه؛ دا نظام څنګه رامنځته شو؟


د افغانستان لومړنی جمهور رییس سردار محمد داود خان
د افغانستان لومړنی جمهور رییس سردار محمد داود خان

نن د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه، په افغانستان کې د جمهوریت د تاسیس پنځوسمه کلیزه ده.

پنځوس کاله وړاندې د سرطان د ۲۶مې په شپه چې د اوړي ګرمي خوره وه، افغان سیاستوال او د شاهي کورنۍ غړي سردار محمد داود خان د شاهي نظام په ضد کودتا وکړه.

داود خان د ځوانو افسرانو په مرسته د محمد ظاهر شا د څلورو لسیزو شاهي نظام نسکور او د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د جمهوریت بنسټ کېښود.

د سرطان د ۲۶مې په سهار کابل راډیو خپلې عادي خپرونې بندې او پر ځای یې د پوځي مارشونو خپرېدو ته مخه کړه.

پر کابل راډیو د سردار محمد داود خان وینا او د جمهوریت اعلامیه خپره شوه.

۷۶ کلن قاضي ابراهیم شهاب چې هغه مهال کابل کې دنده درلوده، ازادي راډیو ته د کودتا د مهال لیدلی حال بیان کړ.

نوموړی وايي: "ورځ نه‌شو ویلی، کودتا د شپې له‌خوا شوې وه. د شپې چې هر څه پېښ شوي و، په پوځي قطعو کې وو، بهر هېڅ نښې نښانې نه ښکارېدې. نه د ډزو غږونه اورېدل کېدل او نه په سترګو څه لېدل کېدل. لکه د عادي ورځو په څېر، ټول خلک په نورمال ژوند لګیا وو. سهار شپږ نیمې که ۷ بجې وې، غوښتل مې راډیو روښانه کړم. راډیو کې خبرې نه وې، یوازې یو موزیک چالانه و. ۷ بجې او شل دقیقې وې چې موزیک قطع او داود خان راغی او خپله لومړنۍ وینا یې وړاندې کړه."

د کودتا پر مهال د افغانستان پاچا محمد ظاهر شا د روم په بهرني سفر بوخت و او د مهمو چارو سرپرستي د هغه د تره د زوی سردارولي پر غاړه وه.

د داود خان پلوي افسرانو په چټک اقدام کې د دولت ټول لوړپوړي ملکي او پوځي مسوولان له واکه لرې او نظر بند کړل.

سردار محمد داود خان د کودتا له بریا وروسته په لومړنۍ وینا کې ولس ته وویل چې دا کار یې د اصلاحاتو او د اصلاحاتو په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په هدف کړی دی.

هغه وویل، په شاهي نظام کې ډیموکراسي په یوه فاسد طبقاتي سیستم بدله شوې وه او په خبره یې جمهوریت په حقیقي اسلامي روحیه برابر نظام دی.

د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهرشاه د ځوانۍ انځور
د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهرشاه د ځوانۍ انځور

نوموړي وويل: "تاسو ته باید ووایم چې نور دا نظام له منځه ولاړ او پر ځای یې نوی نظام چې جمهوري نظام دی رامنځته شو. دا د اسلام د حقیقي روحیې سره سم نظام دی. زه او زما ملګري د زړه له کومي تاسو ته د ګران افغانستان د لومړني جمهوري نظام مبارکي وایو. مونږ دا نظام د افغانستان د بریا او سرلوړۍ او د ولس د نېکمرغۍ لاره بولو."

د افغانستان لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان په لومړیو کې سوسیالیستي نظام ته لېوالتیا درلوده او د سړې جګړې په شرایطو کې یې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ.

هغه وویل چې افغانستان د بې پلوۍ سیاست مخته بیایي او هېڅ یوه پوځي تړون کې غړیتوب نه اخلي.

د سردار محمد داود خان د کابینې لومړني کلیدي غړي ډاکټر حسن شرق، سید عبدالاله، پاچاګل وفادار، فیض محمد او نعمت الله پژواک وو.

د جمهوریت په لومړنیو کلونو کې په بېړه پر پنځو کلنو انکشافي پلانونو کار وشو.

ان ځینې مهمې پروژې لکه د سلما بند، د کمال خان بند او یو شمېر نورې چې په دې وروستیو کلونو کې بشپړې شوې، هغه مهال طراحي او ډیزاین شوې.

خو دا چې دغو اصلاحاتو د دې ایجاب کاوه چې شاهي نظام دې نسکور شي؟

په دې کودتا یا تحول کې جمهوري غوښتونکي تر کومې اندازې خپل هدف ته ورسېدل؟

د دغه حرکت اصلي لامل څه و؟ دا د بحث وړ مسایل دي.

پاچا ګل وفادار چې په دغه تحول کې یې لاس درلود او په خبره یې د کودتا پر مهال د سردار داود خان په کور یا د قومندې په مرکز کې و، ازادي راډیو ته وویل، هدف ژور او بنسټیز اصلاحات و.

نوموړي وويل: "کله چې 'داود خان' صدر اعظم و، زه یې راوستلم او مکتب کې یې شامل کړم، له همغه وخته زما معرفت و ورسره. کله یې چې له صدارت نه استعفا وکړه، تر اخره پورې، خصوصاً هره جمعه به زه د ده د احترام لپاره د هغه کور ته ورتلم. نو د کودتا له کېدو نه تقریباً یو نیم کال مخکې زه خبر وم چې داسې یو تحول به افغانستان کې راځي. نو اصلي هدف دا و چې د داود خان په مشرۍ داسې یو نظام رامنځته شي چې سیاسي واک له شخص نه خلکو ته ولېږدول شي."

د جمهوریت یو شمېر پلویان وایي، هغه مهال شاهي نظام نور وروست شوی و او هېڅ کار نه کېده.

دوی بې له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وایي، جمهوري نظام د ګاونډیو او د نړۍ د قدرتونو له مخالفت سره مخامخ شو.

په جرمني کې د افغانستان پخواني سفیر او د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلوي حمید صدیق ازادي راډیو سره خبرو کې وويل، د چنګاښ د ۲۶مې حرکت یوه لویه او نه جبرانېدونکې تاریخي تېروتنه وه.

په جرمني کې د افغانستان پخوانی سفیر او د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلوی حمید صدیق
په جرمني کې د افغانستان پخوانی سفیر او د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلوی حمید صدیق

هغه وایي، د سردار محمد داود خان شخصیت ته درناوی لري، خو زیاتوي چې د شاهي نظام نسکورول چې سلګونه کاله سابقه یې درلوده، د افغانستان په ګټه نه و.

نوموړی د اساسي قانون لسیزه د افغانستان یوه تر ټولو ښه دوره بولي.

صديق ازادي راډيو ته وويل: "دا یوه جفا وه، تاسو ګورئ چې تر اوسه پورې افغانستان هېڅ په حال نه راځي، هغه مهال چې افغانستان کې کوم سیستم روان و، په ځانګړې توګه د اساسي قانون لسیزه، د افغانستان یوه بهترینه دوره وه. ان تاسو پوهېږئ چې هغه مهال لویې او وړې کارخونې جوړې شوې چې بیا وروسته څلویښتو کلونو کې هغسې کار ونه شو."

یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې د سرطان د ۲۶مې کودتا په افغانستان کې وروستیو تغیراتو ته زمینه برابره کړه.

د همدې کودتا ځینې ګډونوالو افسرانو د جمهوري نظام په ړنګولو کې هم رول درلود.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی وایي، د چنګاښ د ۲۶مې کودتا په افغانستان کې د واک پر سر د جګړې پیلامه شوه.

ستانکزی وایي، له دې تحول سره عنعنوي شاهي نظام چې د افغانستان په معاصر تاریخ ۱۷۴۷ کال کې یې احمد شا بابا بنسټ کېښود، سقوط شو.

نوموړی وایي، دغه کودتا د سردار محمد داود خان د پرمختګ په هيلو او خیالونو سره پيل، خو وروسته په‌کې داخلي اختلافونه رامنځته شول.

پوهاند ستانکزي وويل: "لومړی دا چې یو مشروطه شاهي نظام د یوې کودتا له لارې نسکورېږي، مختلف او بېلابېل عناصر له متعددو فکرونو سره په ځانګړې توګه له چپي فکرونو سره صحنې ته راځي او افغانستان کې د ډیموکراسۍ دوه دورو ته چې د اعلیحضرت ظاهرشاه په وخت کې جوړې شوې وې، د پای ټکی ږدي. متاسفانه چې تر نن پورې هغه ډیموکراسي بېرته اعاده نه‌شوه. که څه هم د تېر جمهوري نظام په شلو کلونو کې ډیموکراسۍ ته کار وشو، خو متاسفانه چې هغه طبیعي بهیر یې خپل نه کړ."

د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی

په افغانستان کې د چنګاښ د ۲۶مې له کودتا مخکې د نړۍ په کچه هم ځینې ورته تحرکات شوي وو.

د چنګاښ د ۲۶مې له کودتا دوه لسیزې مخکې، یعنې په ۱۹۵۲ کال کې د مصر د پوځ ځوانو افسرانو د جنرال نجیب په مشرۍ د مصر د هغه وخت پاچا ملک فاروق له واکه لرې کړ چې وروسته بیا یوه افسر جمال عبدالناصر د مصر قدرت په لاس کې واخیست.

جمال عبدالناصر ملي پالنې او سوسیالیزم ته لېوالتیا درلوده او افغانستان ته یې هم سفر وکړ.

دغه وخت کې د سیمې او نړۍ هېوادونه په تدریجي ډول له استعماره وتل.

د هند په لویه وچه کې هم د چنګاښ د ۲۶مې له پېښې مخکې جمهوري نظامونه حاکم و.

په لیبیا، یمن، شام او عراق کې هم جمهوري غوښتونکي غورځنګونه فعال و او یا یې د همدې هدف لپاره مبارزه کوله.

جمهوري غوښتونکو سلطنتي رژیمونه مستقل نه بلل او له همدې کبله په سیمه کې د جمهوریت د غورځنګونو خوځښتونه څپانده وو.

د ځينو شنونکو په باور، د سردار محمد داود خان کودتا او د جمهوریت د بنسټ اېښودولو حرکت ممکن د سیمې له هېوادونو په الهام اخیستو شوی وي.

د سردار داودخان د جمهوریت پر مهال سیاسي ګوندونو، که هغه ښي اړخي یا کین اړخي و، ازاد فعالیت نه‌شوای کولای.

داود خان هڅه کوله نظام د یوه ګوند له لارې اداره کړي او له همدې کبله یې د کیڼ اړخو او اسلامپالو فعالیتونه محدود کړل او د هغوی افکار یې وارداتي وبلل.

هغه له شوروي سره اړیکې پیکه او له اسلامي هېوادونو سره اړیکې پياوړې کړې.

سردار داود خان د حکومتولۍ په وروستیو کلونو کې مسکو ته یو نا بریالی سفر درلود او دغه راز یې مصر، عربستان، ایران او پاکستان ته هم چې هغه مهال د امریکا متحدان وو، سفرونه وکړل.

خو د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا داود خان ته د نور کار فرصت ورنه کړ او هغه د کورنۍ له ۱۷ غړو سره ووژل شو.

XS
SM
MD
LG