د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

د ثور اوومه؛ پر پخواني ولسمشر محمد داود خان د کودتا له ۴۴ مې کليزې سره برابره ده


ارشيف
ارشيف

نن د غويي یا ثور اوومه نېټه د افغانستان په لومړني جمهور رییس محمد داوود خان، د خلق دموکراتیک ګوند د کودتا له ۴۴ کلیزې سره برابره ده.

د افغانستان خلق ډیموکراټیک ګوند په پوځي ځواکونو کې د نفوذ په پایله کې دا کودتا په ۱۳۵۷ کال کې وکړه.

د دې ګوند له نظره، دا انقلاب هغه مهال په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته په کتو وشو.

۶۸ کلن لعل محمد د خلق ډیموکراټیک ګوند غړی او د کودتا پر مهال د کابل په دارالمعلین کې محصل و.

هغه په جمهوري ریاست یعنې ارګ کې پر جمهور رییس محمد داوود خان او کورنۍ یې د حفیظ‌الله امین په مشرۍ د خلق ډیموکراټیک ګوند برید ته اشاره کوي او وايي، فکر یې نه کاوه چې دا کودتا به یې د ګوند په منځ کې یې ژور بدلون او همدا ډول له دې هغې وروسته د نا کراریو لامل شي.

نوموړي وايي: "د غوايي د اوومې د انقلاب یو له اصلي لاملونو د خپل ګوند د غړو پر وړاندې د سردار محمد داوودخان کړنه وه. کله چې انقلاب بریالی شو، د نورمحمد تره‌کي په ګډون د ګوند ټول غړي یې له بنده ازاد شو او نورمحمد تره‌کی د افغانستان د ډیموکراټیک دولت جمهور رییس شو."

له کودتا وړاندې جمهور رییس محمد داوودخان امر کړی و چې د نورمحمد تره‌کي او ببرک کارمل په ګډون د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند یو شمېر غړي ونیول شي.

خو د خلق ډیموکراټیک ګوند په نظامي جوړښت کې له خپل نفوذ په ګټې، د جمهور رییس محمد داوودخان پر ضد کودتا وکړه.

خو دې کودتا د افغانستان لپاره څه پایله درلوده؟

د سیاسي مسایلو پوه شهزاده مسعود وايي، د غويي د اوومې له کودتا او د خلق ډیموکراټیک ګوند د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد عسکر را ننوتل او په پایله کې یې سلګونه زره افغانانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او میلیونونه نور کډوال شول.

نوموړی وايي: "موږ ښه وضعیت کې وو. له بده مرغه د غوايي د اوومې کودتا موږ له کړاوونو سره مخ کړو. میلیونونه افغانان کډوال شول او په لکونو تنه د پخواني شوروي اتحاد په مقابل کې قرباني شول."

په دغه کودتاه کې سردار محمد داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۷ تنه غړو سره ووژل شو.

د داوود خان وراره سردار محمد نعیم د غويي د اوومې نېټې د کودتاه په خپله فېس بوک پاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې تر دغه کودتاه ورسته جګړې او وینې تویدنې پیل شوې.

نوموړي وړاندې لیکلي، له نن نه ۴۴ کاله مخکې یې په یوې خونړۍ او غم ځپلې پوځي کوتاه کې یې د کورنۍ ۱۸ غړي ووژل شول، او تر هغې ورسته د افغان ملت وینه تویه شوه او هېواد یې په تل پاتې جګړو کې ښکېل شو.

د خلق دموکراتیک ګوند څوارلس کاله پر افغانستان واکمن و او بلاخره افغان مجاهدین د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي میاشتې په اتمه نېټه د وخت له حکومتونو سره تر جګړو ورسته، واک ته ورسېدل خو کورنۍ جګړې په دغه هېواد کې کله هم ختمې نه شوې.

XS
SM
MD
LG