د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

په افغانستان کې د جمهوري نظام ۴۹مه کليزه؛ د داود خان د کودتا هدف څه و؟


په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ ايښودونکى سردار محمد داود خان
په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ ايښودونکى سردار محمد داود خان

نن په افغانستان کې پر شاهي نظام د سردار محمد داود خان د کودتا نهه څلوېښت ۴۹ کاله پوره شول.

د سردار محمد داود خان په مشرۍ لومړني جمهوري نظام ۴۹ کاله مخکې په همدې ورځ شاهي نظام ړنګ او د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې واک ته ورسېد.

پخوانی ډیپلومات، غوث جانباز وايي، د دې کودتا دوه عمده علتونه وو، چې یو د پخواني صدراعظم محمد داود خان او پخواني پاچا محمد ظاهر شاه ترمنځ تضادونه او رقابتونه او بل هم د چټکو اصلاحاتو غوښتنه.

هغه وايي: "محمد داود خان ټینګار کاوه چې په افغانستان کې باید ژور، هراړخیز، چټک تغییرات او اصلاحات راشي. خو له بلې خوا محمد ظاهرشاه او پلویانو یې ټینګار کاوه او دا یې منله چې په افغانستان کې باید اصلاحات راشي، خو دغه ریفورمونه او اصلاحات باید تدریجي شکل ولري او شرایط ورته برابر شي. دغه تضادونه د کودتا سبب شول."

دغه کودتا چې ځینې کسان یې پوځي کودتا او ځینې نور یې سپینه کودتا بولي داسې وخت وشوه، چې د افغانستان د وخت پاچا، محمد ظاهر شاه د ایټالیا په سفر و.

پاچا ګل وفادار وايي، د کودتا په ورځ د محمد داود خان او هغو قطعاتو ترمنځ د مخابرې له لارې د ارتباطاتو مسوول و، چې په کودتا کې ښکېل وو.

پخوانى افغان پاچا محمد ظاهر شاه
پخوانى افغان پاچا محمد ظاهر شاه

هغه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، ده له مخکې د کودتا په څېر د یوه لوی تحول د امکان اټکل کړی و.

نوموړي وويل: "د کودتا له کېدو نه تقریباً یونیم کال مخکې خبر وم، چې دغسې یو تحول په افغانستان کې راځي. اصلي هدف دا و چې د داود خان په مشرۍ داسې یو نظام راشي، چې له شاه څخه سیاسي قدرت خلکو ته انتقال شي."

خو پخوانی پوځي، احمد خان اندړ وايي، د سردار محمد داود خان کودتا د دې سبب شوه، چې په وروستیو کې یو لړ نور سیاسي او پوځي تحولات راشي.

اندړ وايي:" د دغو بدمرغیو اصلي لامل د سردار محمد داود خان هغه کودتا وه، چې زموږ په یوه ډېر ډیموکراتیک مشروطه شاهي نظام او د خپل تره پر زوی اعلیحضرت محمد ظاهرشاه پرخلاف یې وکړه. وروسته له هغې پر سردار محمد داود خان هغو کسانو کودتا وکړه چې له ده سره په دې کودتا کې یوځای وو."

خو پاچا ګل وفادار وايي، په دې کودتا کې نورو ډلو ټپلو او کیڼ اړخو همکاري نه وه کړې، یوازې فیض محمد چې وروسته د کورنیو چارو وزیر شو او بل هم سید محمد ګلابزوی مرسته کړې وه.

که څه هم ځینې کسان د سردار محمد داود خان په مشرۍ کودتا په افغانستان کې د نورو سیاسي او نظامي تحولاتو پیلامه ګڼي، ځینې نور کسان بیا د شاهي نظام ړنګېدل د افغانستان په ګټه او له یوې کورنۍ څخه د قدرت اخیستلو په معنی بولي.

XS
SM
MD
LG