د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۴۹

د ثور ۷مه د داوود خان د نظام پر وړاندې کودتا او پر افغانستان یې اغېزې!


نن د ثور اوومه د داوود خان د نظام پر وړاندې د کودتا څلوېښتمه کالیزه ده.

له نننه ۴۰ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په اوومه نېټه سهار چې لمر لا څرک نه وو وهلی او الوتونکو خپلې نارې نه وې پیل کړې د کابل ښار ظاهراً بله بڼه غوره کړې وه.

دا هماغه ورځ ده چې د ډېرو په ګومان د افغانستان د بدبختۍ پیل ترې وشو، یعنې په سردار داوود خان د کودتا ورځ!

د افغانستان جمهور رئیس سردار داود خان هم په دې ورځ ارام نه دی.

داوود جنبش په خپل کتاب "۲۴ ساعته چې افغانستان يې واړوه" لیکلي دي سردار داوود خان سهار اووه بجې په خپل کور کې د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر په تمه وو چې له هغه سره د خلق دیموکراټیک ګوند د مشرانو د نیولو پر مسئله خبرې کوي.

نور محمد ترکی، ببرک کارمل، ډاکتر شاه ولي، عبدالحکیم شرعي جوزجاني، غلام دستګیز پنجشیري، سلیمان لایق، محمد حسن بارق شفیعي او محمد حسن ضمیر ساپي د ثور په اووه د حکومت ضد مظاهرې په تور ونیول شول.

د همدې ورځې په شپه د خلق ګوند یو بل مهم غړی حفیظ الله امین هم ونیول شو.

سلیمان لایق چې د دغه ګوند د مشرانو له ډلې او لا هم ژوندی دی او په کابل کې ژوند کې کوي، د نیولو په اړه يې داسې وايي:

سلیمان لایق
سلیمان لایق

"موږ د خېبر جنازه په ډېر شان او شوکت سره وکړه، دولت زموږ پر ضد اقدام وکړ د شپې له خوا يې د ګوند مشران ونیول چې دا يې یوه سیاسي تېروتنه وه او د ګوند غړو ته يې بهانه په لاس ورکړه چې له همدې فرصته ګټه واخلي او کودتا وکړي."

ښاغلی لایق وايي چې امین له همدې فرصته په ګټې اخېستنې د پخواني چمتوالي په لرلو سره د کودتا امر ورکړ.

د ده په خبره ګوند د کودتا ملاتړی نه و خو دغه حرکت د امین له خوا پیل شو او پر دوی هم تحمیل شو.

د کودتا امر ورکړل شوی، له پلچرخي نه د اسلم وطنجار او جګړن محمد رفیع په مشرۍ د څلورمې لوا د زره دارو ټانکونو یو کاروان د ارګ پر خوا حرکت کوي د ثور اومه د پنجشنبې د ورځې لس بجې او دیرش دقیقي دي، په ارګ کې د وزیرانو شورا غونډه روانه ده، او ظاهراً جمهور رئیس داوود خان د کودتاچیانو له حرکته نه دی خبر.

"۲۴ ساعته چې افغانستان يې واړوه" په کتاب کې راغلي چې په همدې وخت کې د داوود خان یو ځانګړی ساتونکی د کابینې غونډې ته ننوت او هغه يې د ټانګونو له حرکته خبر کړ، خو هغه په ځواب کې وویل چې دا ټانګونه ده نه دي راغوښتي.

د کابل په ښار کې د ټانګونو اوازونه اورېدل کېږي او د داوود خان د نظام پر ضد پوځي کودتا پیلېږي.

د افغانستان پر دفاع وزارت د توپ لومړۍ مرمۍ د ورځې ۱۱ بجې ولګېده چې د ارګ او قول اردو قوماندانۍ ترمنځ يې اړیکې پرې کړې.

شهنواز تڼی چې هغه مهال په بالاحصار کې د کومانډويي ځواکونو د لومړۍ ټولې قومانده پر غاړه درلوده وايي چې د ګوند د مشرانو له خوا ورته پر ارګ د حملې امر ورکړل شو.

ښاغلي تڼي ازادي راډيو ته وویل چې د خلق ګوند پلویان د ورځې ۱۱:۳۰ دقیقې د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون ودانۍ ته داخل شول او وروسته يې ارګ محاصره کړ.

د خلق او پرچم ګوند مشران د کابل ولایت له زندانه بهر کړل شول.

کودتاچیانو د هوايي ځاوکونو قوماندانۍ، د کابل هوايي ډګر، د مخابراتو او دفاع وزارتونه ونیول.

د ثور اوومه د پنجشنبې د ورځې ماښام اووه بجې وې لا هم د ارګ ځانګړی وسله وال ځواک مقاومت کوي او داوود خان هم لا ژوندی دی چې د افغانستان ملي راډيو اعلان وکړ "د نادرخان د واکمنې کورنۍ وروستی څلۍ ونړېده."

د افغانستان راډيو له لارې د زره دارو قواوو جګړن اسلم وطنجار داسې وویل:

"د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، اسبتداد وروستنۍ بقایه او د نادر خان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېده، او ټول دولتي قدرت ولس ته لاس ته ورغی، دولتي واک په بشپړ ډول د انقلابي شورا په واک کې دی."

له دې وروسته په پرله پسې ډول په ارګ هوايي او ځمکنۍ حملې پیل شوې چې د ارګ د ځانګړي ګارد له مقاومت سره مخ شوې.

دغه جګړې ۱۴ ساعته یعنې د ثور اتمې د سهار تر پنځو بجو دوام وکړ.

شهنواز تڼی
شهنواز تڼی

ښاغلی تڼی د دغه حالت کیسه دغسې کوي:

"د کومانډو ځواکونو له داوود خان وغوښتل چې تسلیم شي خو هغې دا خبره ونه منله او ډزې يې وکړې عسکر يې وواژه او افسر يې زخمې کړ وروسته کومانډو له ځانه دفاع وکړه او په همدې ځای کې جګړه شروع شوه."

بل اخره د ثور په اتمه سهار نېږدې ۵ بجې سردار داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۷ غړیو د ارګ د ۲۰۰۰ ساتونکي ګارد او یو شمېر پلویانو سره یو ځای د کودتاچیانو له خوا ووژل شو.

دغه کودتا په غافل کوونکي ډول بریاليتوب ته ورسېده او په دې ډول د افغانستان په تاریخ کې نوی فصل پیل شو.

عام خلک هم له دې کودتا عجیبې خاطرې لري.

دوو تنو کابل ښاریانو په اړه وویل:

"۱۱ بجې وې اوازه وه چې د داوود خان مېلمانه راځي خو وروسته په ارګ کې جګړه شروع شو او د راډيو نشرات هم تر ډېره وخته بند وو.

-خلک ډېر زیات وارخطا وو کله چې اعلان وشو چې د سردار داوود خان نظام له منځه یوړل شو، نو خلک ډېر خپه او مایوسه شول."

د سردار داوود خان او د کورنۍ د وژل شویو غړیو جسدونه يې د پلچرخي په پیلیګون کې دفن کړل شول.

پاچاه مېر چې په هغه وخت په پلچرخي کې د زره دارو قواوو د حفظ مراقبت رئیس وو د داوود خان او د ده د کورنۍ د وژل شویو غړیو جسدونه يې دفن کړي د هغه ورځ کیسه داسې کوي:

"شپه وه، موټر راغی او ماته يې وویل چې دغه مړي راښکته کړه، زه نه پوهېدم چې دا څوک دي یو جسد مو دفن کړو ومې نه پېژندو، دوهم مې هم ونه پېژند، خو کله چې درېیم جسد راښکته کړل شو او قبر ته مو کوزولو ومه لېده چې دا خو داوود خان دی ډېر زیات وارخطا او و وېرېدم."

خو اوس پوښتنه دا ده چې کودتا څنګه وشوه؟

د سلیمان لایق په خبره دغه کودتا هغه مهال رامنځته شوه کله چې د سردار محمد داوود خان او د شوري اتحاد او همدا شان د ده او خلق ډيموکراتیک کمونسټ ګوند ترمنځ اړیکې خړې پرې شوې.

نوموړی زیاتوي کودتا هغه وخت عملي بڼه خپله کړه چې میر اکبر خیبر په مکروریانو کې ووژل شو او ګوندي پلویانو یې د دولت پرضد مظاهره کړه.

د لایق په خبره دا سې ګومان هم کېږي چې خیبر به د ګوند د رهبرۍ له لوري وژل شوی وي څو کودتا ته بهانه پیدا شي.

احمد سعیدي چې هغه مهال په کابل کې زده کوونکی وو او میر اکبر خیبر په جنازه یې ګډون کړی و، د خلق ګوند د رهبرانو د خبرو په اړه داسې وايي:

احمد سعدي
احمد سعدي

"موږ لاړو جنازې ته، جنازه د مطبعې له بلاکه پورته کړل شوه او شهدای صالین هدیره کې دفن کړل شوه، وروسته ببرک کارمل هملته په احساساتو وویل چې د استبداد وروستۍ سلګۍ دي، موږ انقلاب کوو او د خپل دوست د وینو بدل اخلو او نورو هم د انقلاب شعارونه ورکړل."

د همدې ورځې په وروستیو کې حکومت د خلق ګوند د مشرانو د نیول امر صادر کړ او له راډیو اعلان وشو چې نیول شوي او نور نیول کېدونکي کسان به اشد مجازات شي.

ښاغلی سعیدي د داوود خان دغه علني اقدام یوه تاریخي او سیاسي اشتباه بولي.

شهنواز تڼي هم وايي دوی مجبور و چې له ځانه د دفاع په خاطر يې کودتا کړې وای:

"موږ کودتا نه ده کړې بلکې له خپله ځانه مو دفاع کړې ده ځکه چې داوود خان په خلق دیموکراتیک ګوند حمله وکړه او د نور محمد ترکي او ببرک کارمل په ګډون يې د حزب ډېر مشران زنداني کړل نو دلته خلقیانو ته خطر متوجه وو."

سلیمان لایق د سردار محمد داوود وژل کېدل یوه لویه سهو بولي.

خو شهنواز تڼی د داوود خان وژنه سهوه نه بولي او کودتا کودتا توجیه کوي.

د سردار محمد داوود خان د ورور سردار نعیم خان لمسی سردار نادر محمد نعیم چې په دغه لویه پېښه کې یې د کورنۍ ډېر غړي له لاسه ورکړي ایا د داوود خان د قتل د عاملینو د محکمه کېدو غوښتنه کوي؟

سردار نعیم
سردار نعیم

هغه وویل:

"په دوه شرطونو اماده یم هغه کسان وبخښم چې په دې جنایت کې يې لاس درلود اول دا چې دا ورځ د افغان حکومت له لوري په رسمیت وپېژندل شي او دوهم دا چې د پېښې عاملین باید له ملته بخښنه وغواړي."

د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې خونړۍ کودتا چې د داوود خان په وژل کېدو پای ته ورسېده هېواد ته یې ناوړه او خطرناک پيغامونه درلودل.

احمد سعیدي وايي، له دې کودتا سره د افغانستان د بدبختۍ ورځې پيل شوې:

"له دې ورځې وروسته په افغانستان کې جنګ پیل شو خو وروسته په اتم د ثور چې مجاهدین بریالي شول دا بدبختي دوه چنده شوه چې تر دې دمه په کې افغانان را ایسار دي."

سردار محمد نادر نعیم وايي، که داوود خان نه وای وژل شوای اوس به افغانانو هوسا او په سوله کې ژوند کاوه.

تاریخ پوهان لیکي، د داوود خان د حکومت له نسکورېدو وروسته اسلامي هېواد افغانستان د افغان بې تجربه کمونستانو او روسي یرغلګرو د حملې هدف وګرځېد.

د ډېرو په باور د افغانستان ملي وحدمت امنیت، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه، فرهنګي ارزښتونه او د خلکو باور له منځه ولاړ او سولې کوترو دا هېواد پرېښود او تورې ورځې پیل شوې.

راپور :اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG