د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

د سردار محمد داوود خان د مقبرې جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه


د سردار محمد داود خان د مقبرې د جوړېدو د بنسټ ډبره نن سې شنبې د کابل په تاج بیک غونډۍ کې کېښودل شوه.

بلاخره د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ لپاره د مقبرې د جوړېدو چارې پيل شوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا دوه میاشتې مخکې د لوی کندهار د شورا په هڅونه پرېکړه وکړه چې د سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ مقبره جوړه کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني چې د دغې مقبرې د جوړېدو لپاره د ګمارل شوي کمېسیون مشري کوي، د سې شنبې په ورځ د دغې چارې د لګښت په اړه وویل:

د لوی کندهار د شورا په هڅونه پرېکړه وکړه چې د سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ مقبره جوړه کړي.
د لوی کندهار د شورا په هڅونه پرېکړه وکړه چې د سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ مقبره جوړه کړي.

"د تېر کال د حوت په لسمه نېټه د کندهار او شاوخوا ولایتونو مشرانو د جمهوري رئیس په حضور کې د هغه شهید د مقبرې د جوړېدو پېشنهاد وکړ، جمهور رئیس محمد اشرف غني د دې کار لپاره له خپلو شخصي پيسو څخه د شل زره ډالرو او د حکومت له خزانې څخه د څلور لکه امریکایې ډالرو د مرستې ژمنه وکړه."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د سردار محمد داود خان د کارنامو په اړه هم یو ستر څېړنیز سیمینار په کابل کې جوړشي.

په دغه غونډه کې په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر غلام نبي فراهي لخوا د ولسمشر بیان هم و لوستل شو چې د نورو مسایل تر څنګ په کې له لیکوالانو او پوهانو غوښتل شوي څو د داود خان د کارنامو په اړه زیاتي لیکني وکړي.

د افغانستان لومړنی ولسمشر سردادر محمد داود خان د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه د خپلې کورنۍ له ۱۵ غړو سره د کمونستي کودتا په نتیجه کې ووژل شو.

تر وژل کېدو ورسته د داود خان او د هغه د کورنۍ مړي د کابل په پلچرخي سیمه کې په ډله ییزه توګه خاوره ته و سپارل شوه.

د داود خان او د هغه د کورنۍ مړي په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکم پر اساس د ګمارل شوي کمېسیون له خوا پيدا او د کابل ښار د تاج بیک په تپه کې خاورو ته و سپارل شول.

د سې شنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې کې د سردادر داود خان وراره سردار نعیم د افغانستان له حکومت څخه مننه وکړه چې د لومړني ولسمشر د مقبرې د جوړېدو چاري یې پيل کړې.

نوموړي همدا رنګه وویل چې دغې مقبرې ته څېرمه یو شمېر نورې ودانۍ هم په پام کې دي چې ډېر ژر به جوړې شي.

هغه زیاته کړه:

"په پام کې ده چې ډېر ژر د شهید داود خان بنیاد هم ثبت او راجسټر شي او دغه راز په پام کې ده چې د مقبرې تر څنګ یو موزیم او کتابتون هم جوړ شي."

د سردار محمد داود خان وژنه او د ثور کودتا په افغانستان کې د وروستیو نږدې څلورو لسیزو د ناورین سرچینه ګڼل کېږي.

له دغې نېټې را وروسته د کمونیستي رژیم سیاسي او عقیدتي مخالفینو د نظام د ړنګولو لپاره وسله واله مبارزه پیل کړه چې لا همپه دغه هېواد کې د جګړې لمبې بلي دي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG