د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

په افغانستان کې جمهوري نظام ۴۰ کلن شو


د سرطان یا چنګاښ شپږ ویشتمه په افغانستان کې د لومړني جمهوري نظام له جوړیدو سره برابره ده.

سردار محمد داود خان د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ یاسرطان په شپږ ویشتمه نیټه د یوې کودتا له لاري د محمد ظاهر شاه څلویښت کلن حکومت نسکور کړ.

داود خان چې د افغانستان لومړنۍ جمهور رییس بلل کیږی، په هغه وخت کې د لومړي ځل لپاره د راډیو له لاري جمهوري نظام اعلان کړ.

د هیواد نا مناسب اقتصاد، سیاسي او ټولنیز شرایط او کورني اختلافات د داود خان د کودتا له عمده عواملو څخه ګڼل کیږي.

د سردار محمد داود خان په رژیم کې ځیني حکومتي چارواکي وایي، هغه د خپل حکومت پر مهال له زیاتو ستونزو سره مخامخ شو او ویې نه شو کړای چې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې رییس او د داود خان په حکومت کې د نیمروز والي عبدالحمید مبارز له آزادي راډيو سره په مرکه کې د سردار محمد داود خان د اهدافو او ستونزو په اړه داسي وایي:

"په خواشینۍ سره خپلو اهدافو ته ونه رسیدی ځکه، کله چې یې جهوریت جوړ کړ، د ښې اړخو او کیڼ اړخو له ستونزو سره مخامخ شو. ده هغه وخت یو اوه کلن پلان جوړ کړ. خو دا هغه کلونه وو، چې اساسي قانون باید جوړ شوی وای، انتخابات باید شوي وای او د پلان د بشپړولو لپاره پيسې راټولې شوي وای او کدرونه ټاکل شوي وای.

خو دی له یوې خوا د ښی اړخو او کیڼ اړخو له ستونزو سره مخامخ شو او له بلې خوا پاکستان هم خپلې مداخلې زیاتي کړې. تر څو چې د ثور د اومې کودتا وشوه او د ده اوه کلن پلان هم تطبیق نشو."


کتونکي وایي، سردار محمد داود خان هڅه کوله څو هېواد د پرمختګ لوري ته بوزي او غوښتل یې افغانستان په سیمه کې په یو پیاوړي هیواد بدل کړي.

زیات شمیر هغه کسان چې د سردار محمد داود خان حکومت یې په یاد دی وایي، چې نوموړي د افغانستان د پرمختګ لپاره زیات پلانونه درلودل او خلک هم ترې خوښ وو.

د کابل ښار دوه تنه اوسیدونکي د سردار محمد داود خان د حکومت په اړه داسې وايي:

"۱- زما نوم زلمی دی. د سردار محمد داود خان حکومت ښه حکومت و، خلکو او وطن ته یې خدمت کاوه، خو ظالمانو له منځه یووړ. که مو هغسې حکومت درلودای په افغانستان کې به هېڅکله نارامي نه راتله اوسنی او هغه حکومت ډېر فرق لري؛ هغه حکومت یو نظام درلود او دا حکومت نظام نه لري.

۲- زه انجینر سورګل احمدزی دی. د سردار محمد داود خان نظام تر اوسني ښه نظام و، هغه د ملک ترقي ته ډېره توجه درلوده، ډېرې پروژې په کار واچول شوې.

د محمد داود خان په پنځه کلن نظام کې ډېر پرمختګ وشو."


ویل کیږي، چې هغه وخت له اسلامي هیوادونو سره د داود خان نږدې کېدل او له امریکا سره د نوموړي ښې اړیکې د پخواني شوروي اتحاد د چارواکو ترمنځ دا اندیښنې پیدا کړې وه؛ چې ګڼې داود خان غوښتل په افغانستان کې د شوروي ضد سیسټم جوړ کړي.

هغه مهال د کابل او مسکو تر منخ اختلافات د دې سبب شول؛ څو د پخواني شوروي اتحاد چارواکي له قدرت څخه د سردار محمد داود خان د لرې کېدو هڅې پيل کړې.

د افغانستان لومړنی جمهور رییس سردار محمد داود خان تر پنځه کلن حکومت وروسته د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور یا غویي په اومه نیټه د یوې کمونیستي کودتا په نتیجه کې د خپلې کورنۍ له یوشمېر غړیو سره د ارګ په ماڼۍ کې ووژل شو.

د سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ د جسدونو پاتې برخې وروسته تر دېرشو کلونو د کابل په پلچرخي سیمه کې وموندل شول.

جمهور رییس حامد کرزي په دې اړه یو کمیسیون موظف کړ چې تر زیاتو پلټنو وروسته، په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د داود خان او د هغه د کورنۍ د شپاړسو غړیو د جسدونو پاتې برخې د کابل د تاج بیک په غونډی کې په خاصو مراسمو سره خاورو ته و سپارل شول.

د سردار محمد داود خان یو زیات شمیر پلویان د چنګاښ د شپږ ویشتمې کودتا ستایې او هغه په هیواد کې د سترو مثبتو بدلونونو لامل ګڼي.

خو ځینې انتقاد کوونکي بیا د هغه مهال سیاسي او اقتصادي پرمختګونه ډیر د پام وړ نه بولي.

دوی وايي، چې د ظاهر شاه او سردار محمد داود خان د حکومتونو تر منځ ډیر توپیر نه و.

د دوی په باور په لنډه موده کې د بیلا بیلو عواملو له امله په افغانستان کې پر سیاسي ډلو او ګوندونو فشارونه زیات شول او آزادۍ په تدریج سره سلب شوې، چې دې کار په هیواد کې د بیلا بیلو ډلو رامنځ ته کېدو ته زمینه برابره کړه.

راپور: قسیم سوله مل
XS
SM
MD
LG