د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

افغان حکومت د سردار محمد داود خان مقبره جوړوي


د افغانستان حکومت د هېواد د فقید ولسمشر سردارمحمد داود خان د مقبرې د جوړولو پرېکړه کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وايي، د مقبرې پر جوړولو سربېره د داود خان د کارنامو په اړه په نېږدې راتلونکي کې د یوه څېړنیز سیمینار جوړول هم په پام کې دي.

ولسمشراشرف غني د افغانستان د لومړي ولسمشر محمدداود خان د مقبرې د جوړولو لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو امر کړی او وايي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر په توګه د شهید داود خان عزت او هغه ته درناوی خپله دنده او مسوولیت ګڼي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني ازادي راډیو ته وویل د شهید داودخان د مقبرې د جوړولو لپاره له دولتي بودجې د څلورسوه زره ډالرو پر بېلولو سر بېره ولسمشرغني له خپلې خوا هم ۲۰ زره ډالره لګښت په غاړه اخیستی.

ښاغلي جهاني زیاته کړه:

"جمهور رییس وویل چې شل زره ډالر زه له خپل جیبه درکوم او څلور سوه زره ډالر به زه د حکومت له بودجې څخه درکړم او که پیسې کمېدلې نورې تاسې په خپله برابرې کړئ او دا مقبره به پرې جوړه کړو."

ښاغلی جهاني وايي، د شهید داودخان د مقبرې د جوړولو غوښتنه د کندهار، زابل، ارزګان او فراه ولایتونو د مشرانو په ګډون د لوی کندهار د شورا له خوا شوې وه.

له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر همداراز یادونه وکړه چې راتلونکي نسلونه باید پوه شي چې د هېواد د لومړي ولسمشر مقبره ولې جوړېږي او ځکه خو په دې اړه د یوه سیمینار د جوړولو اړتیا لیدل کېږي.

ښاغلي جهاني زیاته کړه:

"ما له ولسمشر څخه وغوښتل چې که د شهید داودخان د کارنامو د تشریح کولو لپاره د هغه د صدارت د۱۰ کلنې او د ولسمشرۍ د پنځه کلنې دورې په اړه یو علمي سمینار جوړ شي چې علمي څېړنه وشي او راتلونکو نسلونو ته به دا مضامین پاتې شي او له دې مضامینو څخه به د کتاب په شکل یوه مجموعه جوړه کړو ولسمشر د دې مفکورې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې هره مرسته چې په کار وي له دې سمینار سره یې کوم."

د افغانستان لومړنی ولسمشر محمدداود د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷ مه نېټه د خلق ګوند په مشرۍ د کودتا په نتیجه کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای ووژل شو، خو د هغه قبر تر۳۰ کلونو نه و، معلوم.

د ۱۳۸۷ کال په وروستیو کې د محمدداودخان، د هغه د ورور محمدنعيم او د دوی د كورنۍ د ۱۶ غړو مړي د كابل په پلچرخي سيمه كې په يوه ډله یېز قبر كې وموندل شول او د همدې کال د کب په ۲۷ مه د پخواني ولسمشر حامدکرزي د فرمان له مخې په تاج بیک غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، په تاج بیک غونډۍ کې د شهید داودخان او د هغه د کورنۍ د غړو د مقبرې د لګښتونو لپاره د مرستې یو صندوق هم جوړیږي.

XS
SM
MD
LG