د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

انډپنډنټ: د ښځو پر سفر د طالبانو بندیز د دوی د زنداني کولو پر لور یو بل قدم دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو پرته له نارینه خپلوانو د سفر د بندیز په اړه لیکلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې طالبانو ویلي، هغه ښځې چې اوږد سفر کول غواړي، پرته له نارینه خپلوانو به د سفر اجازه ونه‌لري.

دا اعلان د یکشنبې په ورځ د طالبانو امر بالمعروف و نهی عن‌المنکر وزارت وکړ چې د ورځپاڼې په وینا له اګسټ میاشتې راهیسې د ښځو پر حقونو د طالبانو وروستۍ حمله ده.

ورځپاڼې د دې وزارت د ویاند صادق عاکف مجاهد له قوله لیکلي چې وايي، موټر چلوونکي باید هغه ښځو ته د سفر اسانتیا برابره نه‌کړي چې تر ۷۲ کیلومتره زیات مزل کول غواړي او باید له نارینه خپلوانو سره یوځای سفر وکړي.

په مقاله کې یادونه شوې چې د طالبانو دې پرېکړې د بشري حقونو فعالانو غبرګونونه پارولي چې وايي طالبان له ښځو بندیانې جوړوي.

په دې مقاله کې د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار له قوله ویل شوي چې وايي دا پرېکړه د ښځو په زندان کې اچولو پر لور یو بل قدم دی.

د دې په وینا دا کار د ښځو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي او له دوی دا فرصت اخلي چې بل ښار ته د تجارت لپاره لاړې شي یا که له کورني تاوتریخوالي د پټېدو په هدف ځان ژغوري.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې د امریکا د مرستیال ولسمشرې کمالا هارېس د هغو خبرو په اړه مقاله لیکلې چې د ډیموکراسي او اقلیمي بدلون به اړه‌یې له سي‌بي‌اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي.

په دې مرکه کې مېرمن هارېس د افغانستان په اړه پوښتنې هم ځواب کړي.

له هغې وپوښتل شول چې ایا د افغانستان د ناکرارۍ په اړه مسؤلیت احساسوي؟ هغې ویلي چې دا ولسمشر ټرمپ و چې له افغانستانه د وتلو موافقه‌یې لاسلیک کړه.

د ډېلي مېل په مقاله کې راغلي، د امریکا مرستیال ولسمشرې په دې مرکه کې ویلي چې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د اندېښنې وړ دی.

هارېس «CBS» ټلوېزیون ته وویل: "د افغان ښځو او نجونو ملاتړ د امریکا د حکومت لپاره یو لومړیتوب دی او دوی طالبان څاري چې له ښځو سره د هغوی د چلند په اړه ډاډ تر لاسه کړي."

د ډېلي مېل ورځپاڼې د مقالې د لیکوال په وینا، هارېس په اګسټ میاشت کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکايي ادارې د پرېکړې دفاع کړې وه.

خو هغې د امریکا پر پخوانۍ اداره د وتلو لپاره د مهالوېش ټاکلو تور پورې کړ.

ډېلي مېل ورځپاڼې لیکلي چې پر ولسمشر جو بایډن او د هغه پر لوړپوړو چارواکو له افغانستانه د دوی د ناکامو وتلو له کبله پراخ انتقادونه شوي دي. که څه هم ولسمشر ژمنه کړې وه چې تر هغو به په افغانستان کې پاتې شي چې ټول امریکایان ووځي.

د ډېلي مېل په دې مقاله کې راغلي چې د ولسمشر مرستیالې کمالا هارېس له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د پرېکړې اړوند د مسؤلیت د احساس په اړه واضح ځواب نه‌دی ویلی.

XS
SM
MD
LG