د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

'توبیاس ایلیووډ' یو وار بیا له طالبانو سره د تعامل غوښتنه وکړه


د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې ريیس توبیاس ایلیووډ
د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې ريیس توبیاس ایلیووډ

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې ريیس توبیاس ایلیووډ، چې د افغانستان له سفره وروسته د طالبانو د ځینو اقداماتو د ستاینې له کبله له سختو نیوکو سره مخامخ شوی و، یو وار بیا وویل چې باید له طالبانو سره تعامل وشي.

د بریتانیا د پارلمان محافظه کاره غړي توبیاس ایلیووډ یو وار بیا وویل چې له طالبانو سره دې تعامل وشي.

ایلیووډ، چې د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې ريیس دی، دا غوښتنه څو اوونۍ وروسته له دې وکړه چې د افغانستان له سفره وروسته د طالبانو د حکومت د ځینو اقداماتو د ستایلو په خاطر پرې سختې نیوکې وشوې.

ده د خپل هېواد له حکومته وغوښتل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو، د کابل له سقوطه او د طالبانو له بیا واکمنېدو دوه کاله وروسته پر خپله ستراتېژۍ بیا کتنه وکړي.

د بریتانیا رسنیو پرون چهارشنبه راپور ورکړ چې د محافظه کار ګوند دغه مخکښ غړي د لندن د لوېدیځ په فیلتم کې یوې غونډې ته، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ټولنې جوړه کړې وه، وویل چې بریتانیا باید د افغانستان خلکو ته شا وانه‌ړوي.

تر دې مخکې ایلیووډ په یو لړ څرګندونو کې، چې ویډیو یې ډېره لاس په لاس شوه، ویلي وو چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان حالات ښه شوي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ایلووډ د څرګندونو ستاینه وکړه، خو په د بریتانیا په پارلمان کې یې د خپلو همکارانو انتقادونه وپارول.

د پارلمان د عوامې جرګې غړي مارک فرانسوا وویل، که ایلیووډ غواړي چې د دفاعي کمېټې رييس پاتې شي، باید د خپلو نظرونو په بیانولو کې له ډېر احتیاطه کار واخلي.

ده د ایلیووډ څرګندونې حیرانوونکې وبللې، ویې ویل چې په دې تعجب کوي چې نوموړی د طالبانو واکمني ستايي.

ایلیووډ اوس د دفاعي کمېټې د ريیس په توګه د عدم اعتماد کېدو له خطر سره مخامخ دی.

ده د عوام جرګې د دفاعي کمېټې د غړیو له عکس العملونو وروسته د خپلو دغو خبرو په خاطر بخښنه وغوښته چې ویلي یې وو، د طالبانو له واک ته رسېدو سره د افغانستان امنیت ډېر ښه شوی او فساد کم شوی دی.

ده د لندن په لوېدیځ کې غونډې ته په خپله وینا کې دې لانجې ته اشاره وکړه، خو ویې ویل چې دا یې خپل شخصي نظر دی حال دا چې ډېر کسان نه غواړي چې د افغانستان په اړه له خورا سختو پوښتنو سره مخامخ شي.

د کابل یوه څنډه کې طالب وسله وال
د کابل یوه څنډه کې طالب وسله وال

ده افغانستان ته د خپل سفر بیا بیا یادونې وکړې.

ایلیووډ د بریتانیا له حکومته غواړي چې په کابل کې خپل سفارت پرانېزي.

د افغانانو په منځ کې هم په دې اړه چې له طالبانو سره تعامل وشي او که ونه شي د نظر توپیر شته.

ځینې وايي چې طالبان بدل شوي نه دي او نه بدلېږي نو له دوی سره خبرې ګټه نه لري، خو ځینې نور بیا وايي چې یوازېنۍ لار دا ده چې له طالبانو سره خبرې وشي او هغوی له افراطي سیاستونو څخه لاس اخیستلو ته وهڅول شي.

د سیاسي چارو شنونکی شنسب غازي ساکخېل وايي، دنیاوال غواړي چې طالبان د خپلو هغو ژمنو عملي کولو ته وهڅوي چې له دوی سره یې کړي او له بلې خوا د افغانستان موقعیت اجازه نه ورکوي چې دې هېواد ته شا واړوي.

دی په عین حال کې وايي: "بل طرف ته د افغانانو نظر دی چې وايي، طالبان نه سمېږي، اوس د افغانانو یو لوی نظر دا دی چې د طالبانو هېڅ شی معلوم نه دي، د دوی امیر نامعلوم دی، مشر یې شته که نه شته، څوک دی، پلانونه څوک ورکوي؟ د دوی خبرې عموماً متضادې وي، یوه ورځ یوه خبره کوي سبا بله. افغانان ډېرې پوښتنې لري. د ولس اندېښنه دا نه ده چې طالب به سم شي یا به نه شي بلکې دا ده چې طالب څوک دی، مشر یې څوک دی، فرامین څوک ورکوي؟"

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې رييس وویل، له افغانستانه له وتلو وروسته اوس د دوی دنده ده چې د تعامل یوه ستراتیژي رامنځته کړي چې د طالبانو د تسلط په خاطر د افغانستان خلک سزا ونه ویني.

ده ټینګار وکړ، باید دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان او افغانان له یاده نه ایستل کېږي نو د یوې نوې ستراتېژۍ وخت راغلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG