د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

تاجکستان او ایران په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور او فعالیتونو اندېښنه وښوده


ارشیف: د عکس ښي لور ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او چپ لور ته د هغه ایرانی سیال ابراهیم رییسي د روغبړ پر مهال
ارشیف: د عکس ښي لور ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او چپ لور ته د هغه ایرانی سیال ابراهیم رییسي د روغبړ پر مهال

د تاجکستان او ایران ولسمشرانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د اندېښنې وړ بللي دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي سره په کتنه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور او فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ایران د ولسمشر دفتر پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو مشرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ او افغانستان کې د ثبات په هدف د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډو غونډو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د تاجکستان او ایران ولسمشران د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډون په هدف نیویارک ته تللي او د همدې اسامبلې په څنډه کې یې سره کتلي دي.

په همدې حال کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې ویلي، هېواد یې د افغانستان په تړاو د نړیوالو د هڅو د ډېرېدو غوښتونکی دی.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني

هغه زیاته کړه: "د افغانستان په اړه به مونږ د نړیوالو هڅو د اسانتیاوو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو چې په پایله کې له ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو سره چې اندېښنه لري، د خبرو زمینه برابره شي. دغه راز په افغانستان کې سرپرست حکومت باید د دوحې تړون عملي او پر ځای کړي او په ډاډ سره د تېرو تېروتنو مخه ونیسي."

د قطر امیر زیاته کړه چې په افغانستان کې بشري بحران باید د طالبانو د حکومت له خوا سم مدیریت شي او ټینګار یې وکړ چې دغه هېواد باید بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي.

هغه په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر ټینګښت او په تېره بیا نجونو او ښځو ته د کار او تعلیم د حق پر ورکړې ټینګار وکړ.

قطر چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د څو پړاوه خبرو او د د دوی ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک کوربه و، اوس هم په ډېرو مسایلو کې د افغانستان او لوېدیځ د منځګړي رول لوبوي.

د قطر صدر اعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني لومړنی لوړپوړی بهرنی چارواکی دی چې د سږکال د مې په ۱۲مه یې کندهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده سره وکتل.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، افغانستان له لوی بشري ناورین سره مخامخ دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

هغه ویلي، په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو سره ثبات ته لاره هوارېږي.

دا پرله پسې دوهم کال دی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر مهال د افغانستان څوکۍ خالي وي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام استازو په عمومي اسمبله کې ګډون نه دی کړی او د طالبانو استازي ته ملګرو ملتونو ځکه اجازه نه ده ورکړې چې تراوسه یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG