د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د " بد حجابۍ" په نوم د ښځو له بندي کولو د طالب ویاند ننګه او په دې کار توندې نیوکې


ښځینه فعاله، تمنا زریاب پرواني
ښځینه فعاله، تمنا زریاب پرواني

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، طالبانو په افغانستان کې پر ښځو د نویو محدودیتونو په لګولو سره هغوی له خپلو ټولو حقونو بې برخې کړي دي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې تمنا زریاب پریانې د یکشنبې په ورځ د خپل څلورم اعتراض په پای کې چې هدف یې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست د " جنسیتي اپارتاید" په توګه په رسمیت پیژندل و، وویل: ښځې د خپل جنسیت له امله له نه ختمیدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

اغلې پریاني د خپلو خبرو په یوه برخه کې چې د هغې پر ایکس پاڼې خپره شوې وویل:

" له بده مرغه، هره ورځ ښځې په افغانستان کې شکنجه کیږي د هغوی پر وړاندې نه ختمیدونکی تاوتریخوالی ترسره کیږي او جنسي تیري سره مخ کیږي، چې هره ورځ مونږ د افغان ښځو د ځان وژنې او زنداني کیدو شاهدان یوو."

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو حکومت له پرله پسې بندیزونو وروسته، طالبانو په دې وروستیو کې په کابل ښار کې یو شمېر نجونې د د دوی په ټکو " بد حجابۍ" په تور نیولي.

یو شمېر نیول شوې نجونو او عیني شاهدانو تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د پل سرخ، دشت برچي او د کابل ښار د شمال په څو سیمو کې لسګونه ښځې او نجونې نیولې دي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عبدالغفار سباوون د دغو ښځو د نیول کېدو په اړه یو شمېر رسنیو ته ویلي چې دوی حجاب نه و کړی او نورې مېرمنې یې" بې حجابۍ" ته هڅولې.

د دغو نیونو د غبرګونونو په دوام د طالبانو د یوې مخالفې ډلې، د افغانستان د ملي مقاومت د عالي شورا د رهبرۍ غړي محمد محقق ادعا کړې چې په کابل کې د نجونو تښتول او د هغه په وینا د" بد حجابۍ" مسلې راپورته کول انتخابي او د یوه ځانګړي ملیت د توکمیز او مذهبي سپکاوي لپاره یوه بهانه ده.

محمد محقق
محمد محقق

نوموړي، په خپله فیسبوک پاڼه کې زیاته کړې چې دا کار د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې یوه بله زیاتونه ده.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، له طلوع نیوز سره په یوې تازه مرکه کې د خپل سرو نیولو ادعاوو ته په اشارې سره ویلي چې دا نیونې خپلسري نه دي او د قوانینو پر بنسټ د عامه نظم او ارزښتونو د ساتلو په موخه کیږي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، هیڅ اداره، هیواد یا فرد حق نه لري چې ووایي هغوی ولې نیول شوې دي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

د ښځو د حقونو او سیاسي چارو فعالې فوزیې کوفي ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې ښځې له خپلو ټولو بشري حقونو بې برخې شوې دي او طالبانو د دوحې تړون ژمنې نه دي عملي کړي.

مېرمن کوفي زیاته کړه:

" طالبانو، د هغه څه خلاف چې په مذاکراتو کې یې ویلي وو، پر ښځو محدودیتونه وضع کړل چې په نړۍ فشار راوړي، او په وروستیو کې یې په موسسو کې د ښځو پر کار او دبهر ددوی په تګ راتګ محدودیتونه وضع کړي، خو هر څومره چې طالبان پر ښځو فشار راوړي په پایله کې پر دوی فشار راځي او د حکومت عمر يې لنډیږي."

اغلې کوفي، په دوحه کې طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د تېر جمهوري نظام د پلاوي غړی وه.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د حجاب د نه مراعاتولو په تور د نجونو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې د ښځو پر ازادۍ د لا زیاتومحدودیتونو وضع کول بللي دي.

له دې ډلې د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې د جمعې په ورځ په خپلې ایکس پاڼه ولیکل چې د ښځو نیول باید سمدستي ودرول شي او نیول شوي کسان باید خوشې شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG