د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

په کابل کې د ښځو د خپلسرو نیونو پر وړاندې غبرګونونه


د حجاب په اړه د طالبانو د تبلیغاتو یوه برخه
د حجاب په اړه د طالبانو د تبلیغاتو یوه برخه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د بد حجابۍ په تور د ښځو او نجونو نیول د دوی سخته اندېښنه پارولې او دا یې له بشري حقونو بله سرغړونه یاده کړې.

د دې موسسې د ښځو د څانګې یوې څېړونکې فرشته عباسي پرون جمعه (د جنورۍ ۵مه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښځو او نجونو د نیولو د بهیر د درېد غوښتنه وکړه او ټينګار یې وکړ چې باید په دې تړاو نیول شوې ښځې ژر خوشې شي.

عباسي وویل:

" موږ د هغو کسانو په اړه اندېښمن یو چې نیول شوي دي او موږ د دې پروسې د دوام په اړه اندیښمن یو. طالبان باید پوه شي چې دا له بشري حقونو څخه سرغړونه ده او ژر تر ژره دې دا عمل ودروي."

د فرشته عباسي په وینا، طالبان دا کار د ښځو او نجونو په منځ کې د وېرې او ترهې د رامنځته کولو لپاره کوي، څو له خپلو کورونو بهر نه شي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت په دې وروستيو کې یو شمېر ښځې په دې تور نیولي چې ګواکې بدحجابه وې او نورې ښځې یې هم د حجاب د نه رعایت لپاره هڅولې.

خو د نيول شويو ښځو د شمېر په اړه يې څه نه دي ویلي.

د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انترنیشنل هم جمعه ناوخته په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د حجاب د نه رعایت په تور د ښځو نیول د ښځو د ازادۍ لا محدودیت بللی دی.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان سره زیاته کړې چې د ښځو په وړاندې دا کار باید سمدستي ودرول شوي او نیول شوي کسان راخوشې شي.

فرشته عباسي، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې څېړونکې
فرشته عباسي، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې څېړونکې

د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان سره زیاته کړې چې د ښځو په وړاندې دا کار باید سمدستي ودرول شوي او نیول شوي کسان راخوشې شي.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینیټ پرون جمعه (د جنورۍ ۵ مه) په خپل ایکس پاڼه کې په کابل کې د ښځو د وروستیو نیول کیدو په اړه خواشیني څرګنده کړې. هغه ویلي چې د طالبانو لخوا د "بد حجاب" په نوم د ښځو نیول او بندیانول د ښځو د ازادۍ د لا زیاتو محدودولو او د هغوی د بشري حقونو د ماتولو لامل کېږي.

نوموړي دغه راز د دغو ښځو د ژر تر ژره او له قید او شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

اخوا د طالبانو د یوې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم پرون د طالبانو دا اقدام غندلی. هغه په خپله ایکس پاڼه پرون جمعه (د جنورۍ ۵ مه) لیکلي: هغه څه چې نن د شریعت په نوم د باعزته او زړورو افغان میرمنو پر ضد ترسره کیږي، نه د اسلام له اصولو او ارزښتونو سره او نه هم له کوم الهي او انساني دین سره سمون لري.

احمد مسعود زیاته کړې: د افغانستان د زړورو ښځو اختطاف، شکنجه، ځورونه او بې عزتي په داسې حال کې چې د بشریت پر وړاندې تر ټولو ستر جنایت دی، طالبانو ته د تل لپاره دروند تاریخي مسوولیت متوجه کوي.

یو شمېر معترضو ښځو هم د طالبانو له خوا د بدحجابۍ په تور د ښځو د نیولو په اړه اعتراض کړی دی.

د افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ غړې پرون جمعه یو ځل بیا په کابل کې راغونډې شوې او د دغه حرکت په وینا د «طالبانو د ښځو ضد او وحشتناکه» فرمانونو په وړاندې یې خپل مخالفت وښود.

په یوه خبرپاڼه کې چې له دې غورځنګه ازادي راډیو ته رسېدلې دغو ښځو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني. همداراز دغو معترضو ښځو ټینګار کړی، چې نړۍ باید افغان مېرمنې له پامه ونه غورځوي، ځکه طالبان هڅه کوي د ښوونځیو پر ځای د مدرسو په جوړولو او د حجاب په پلمه د ښځو په نیولو او د مدني اعتراضونو د ځپلو له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG