د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

طالبانو په کابل کې یو شمېر نجونې او ښځې د حجاب د نه اغوستلو په تور نیولي


په افغانستان کې د طالبانو له لوري د حجاب په تړاو یو تبلیغاتي بنر
په افغانستان کې د طالبانو له لوري د حجاب په تړاو یو تبلیغاتي بنر

د طالبانو د حکومت امر به المعروف او نهى عن المنکر وزارت د کابل په لوېدیځ کې لسګونه افغان ښځې او نجونې د حجاب نه اغوستلو په تور نیولي دي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بنديزونو د لړۍ په دوام، په کابل ښار کې د حجاب د نه اغوستلو په تور د یو شمېر ښځو او نجونو د نیول کېدلو او شکنجه کولو راپورونه ورکړل شوي دي.

له دې ډلې یو شمېر نيول شويو ښځو او نجونو او هم ځینو عیني شاهدانو ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبينو د پل سرخ، دشت برچي او د کابل د شمال له ځينو سيمو لسګونه ښځې او نجونې په زوره نيولي دي.

له دغو نجونو څخه یوه یې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د حجاب نه کولو په تور د طالبانو له خوا نیول شوې وه، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط دا موضوع تایید کړه او ویې ویل چې طالبانو هغه په ضمانت بېرته خوشې کړه.

یو شمېر عیني شاهدان هم ادعا کوي چې د طالبانو د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو نن د پنجشنبې په ورځ هم ځينې ښځې او نجونې نیولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت

د عیني شاهدانو له ډلې یوې مېرمنې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو د ۱۴۰۲ کال د جدي په ۱۱ مه د کابل لوېدیځ په څو سيمو کې ځينې نجونې نيولي چې د دوى په وينا وايي بې حجابه دي. د کابل لوېدیځ کې نجونې هېڅ ډول غیراسلامي جامې نه اغوندي. هغه نجونې چې په پلورنځیو کې د پلورونکو په توګه کار کوي، هغوى هم نیول شوې دي او طالبانو ځان سره وړي. نن هم څو پېښې شوي او دې ته ورته نورې پېښې هم شوي. د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر خلک راغلي او نجونې یې له ځان سره وړي، دا هم معلومه نه ده چې چېرته يې وړي."

بل عيني شاهدې چې نوموړې هم نه غوښتل نوم يې دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وويل: "درې ورځې کېږي چې د کابل له دشت برچي سيمې نجونې ډېرې وړل کېږي. څو طالبان په موټرو کې په سړکونو ګرځېدل، زه او ملګرې مې له کورس څخه راغلي وو، یو کاکا غږ وکړ چې زر کور ته لاړ شٸ همدلته يې څو نجونې ونیولې. موږ غوښتل راشو، طالبان زموږ په مخ کې تېر شول د کاکا خبرې يې واورېدې چې موږ ته يې ویل کور ته لاړ شٸ، موږ راغلو کور ته، مګر زه نه پوهېږم چې کاکا سره يې څه وکړل."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وياند عبدالغفار سباوون په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو سباوون بي بي سي پښتو ته دا خبره تاييد کړې او زياته کړې يې ده چې دغه مېرمنې يې د حجاب نه مراعتولو یو شمېر نورې مېرمنې یې حجاب نه کولو ته د هڅولو په تور نيولي دي.

نوموړي د نيول شويو ښځو او نجونو د نيول کېدو په اړه نور جزیيات نه دي ورکړي چې څنګه يې حجاب نه دى مراعات کړى او څنګه يې نورې مېرمنې بې حجابۍ ته هڅولې ،خو ادعا يې وکړه چې دغه مېرمنې او نجونې د هغوى د شرعي محرم غوښتنو پر بنسټ نيول شوې دي.

د طالبانو دغه اقدام یوځل بیا د ښځو د حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

په دې اړه د ښځو د حقونو فعالې روقیې ساعي ازادي راډیو ته وویل: "افغان ښځې د خپلو جامو اغوستلو اختيار نه لري چې څه ډول جامې واغوندي. په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي. موږ هیله لرو چې ملګري ملتونه او هغه هېوادونه چې ځانونه د بشري حقونو ملاتړي ګڼي ژر تر ژره اقدام وکړي او جدي اقدام او عمل وکړي او د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي."

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یوانځور. دوی د حجاب پر خلاف لاریون کړی و. May 10, 2022
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یوانځور. دوی د حجاب پر خلاف لاریون کړی و. May 10, 2022

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د خپلې بيا واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو د حجاب اغوستلو په ګډون نور ډېر بنديزونه لګولي دي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت له خوا د حجاب د نه مراعتولو له امله د ښځو او نجونو د توقیف او ځورولو راپورونه ورکړل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې ښځې او نجونې یې په تور په ډله ییز ډول نیول کېږي.

طالبانو تر دې وړاندې هم بېلابېلې اعلامیې خپرې کړې وې او ویلي یې وو چې د ښځو د حجاب د نه مراعاتولو له امله به یې د کورنۍ نارينه نيول کېږي.

که څه هم د طالبانو دغه بندیزونه د نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره مخ دي، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG