د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د " بې حجابۍ" په نوم د طالبانو لخوا د ښځو بندیانولو ته د غبرګونونو دوام


د حجاب په اړه د طالبانو یو تبلیغاتي بینر
د حجاب په اړه د طالبانو یو تبلیغاتي بینر

د طالبانو له لوري د دوی د روایت له مخې، د " بې حجابۍ" په تور د کابل په یو شمېر سیمو کې د نجونو او د ښځو د نیولو په وړاندې د غبرګونونو په دوام په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي په افغانستان کې د ښځو درناوی او د دوی د عزت ساتنه د افغانانو د کلتور، ارزښتونو او اسلام برخه وه.

نصیر احمد فایق په خپل اېکس پاڼه لیکلي: په داسې حال کې چې طالبان ځانونه د اسلامي شریعت پیروان بولي څنګه ځانونو ته دا حق ورکوي چې د ښځینه پولیسو په نه موجودیت کې پردۍ مېرمنې نیسي او توقیفوي.

فایق: له طالبانو مخکې په افغانستان کې د هیڅ حکومت پر مهال د ښځو د درناوي فرهنګ تر پښو لاندې نه دی شوی.
فایق: له طالبانو مخکې په افغانستان کې د هیڅ حکومت پر مهال د ښځو د درناوي فرهنګ تر پښو لاندې نه دی شوی.

نوموړي لیکلي چې تر دې مخکې په افغانستان کې د هیڅ حکومت پر مهال د ښځو د درناوي فرهنګ تر پښو لاندې نه دی شوی.

ښاغلي فایق ادعا کړې چې اوس مهال په افغانستان کې هیڅوک د فکري ارامۍ او ځاني امنیت احساس نه کوي.

په همدې حال کې د تېر جمهوري حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر وايي، د طالبانو دا کړنه د ښځو په وړاندې د محدودیتونو یوه بله کړۍ ده.

اغلې اکبر ازادي راډيو ته وویل:

" د "بې حجابۍ" په بانه د طالبانو له لوري د ښځو ازار او اذیت او د دوی زنداني کول، د ښځو په وړاندې د عمومي فضا د محدودولویو بل ګام دی، طالبان چې له حکومتولۍ کوم تعریف لري خلکو ته خدمات وړاندې کول، خلکو ته ځواب ورکول او د خلکو د ژوند د ښه کېدو هڅه نه ده؛ بلکې دوی له حکومتولۍ دا تعریف لري چې له ځانونو یې مذهبي پولیس جوړ کړي او له دین نه د دوی خپل برداشت په خلکو په زور ومني."

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت په دې وروستيو کې یو شمېر ښځې په دې تور نیولي چې ګواکې " بدحجابه" وې او نورې ښځې یې هم د حجاب د نه رعایت لپاره هڅولې.

د مریم په نوم د کابل یوه اوسېدونکې چې ادعا کوي، دوه ورځې وړاندې د پل سرخ په سیمه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د محتسبینو له لوري نیول شوې وه ازادي راډيو ته وویل، له څو ساعته زندان وروسته په ضمانت خوشې شوه.

مریم زیاتوي:

" زه یې حوزې ته یوړم، دوه ساعته په حوزه کې وم، راته یې ویل چې تاسو ته موږ نه دي ویلي چې باحجابه اووسئ، ماته یې ویل چې تاسې ډېرې بې شرمه یاست چې له کورونو بې حجابه راوځئ، زه پوره باحجابه وم خو یوازې توره بورقه چې د طالبانو له نظره حجاب دی نه مې وه اغوستې."

د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې په پرله پسې توګه د افغانانو او نړیوالو توندو نیوکو سره مخ شوې دي
د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې په پرله پسې توګه د افغانانو او نړیوالو توندو نیوکو سره مخ شوې دي

د ښځو د حقونو یوې فعالې نرګس سادات ازادي راډيو ته وویل چې افغان مېرمنې هر وخت باحجابه وې او تل یې د اسلامي شریعت سره سم حجاب مراعت کړی دی.

نوموړې وویل چې د طالبانو په دې کار سره افغاني دود او دستور او اسلامي احکام تر پښو لاندې کوي.

سادات زیاتوي:

" دلته اسلامي کرامت، تر پښو لاندې کیږي، دلته بشري حقوق نقضیږي، دوی ځوانې میرمنې او ښځې نیسي، زنداني کوي یې او شکنجه ورکوي، باید نړیواله ټولنه په دې برخه کې جدي اقدام وکړي تر کله به دا حالت روان افغان مېرمنې هم بشر دي. "

په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عبدالغفار سباوون یو شمېر رسنیو ته د دغو مېرمنو د نیولو په اړه ویلي وو چې دوی" حجاب" نه مراعتولو او نورې مېرمنې یې هم "بې حجابۍ" ته اړ کولې خو په دې اړه یې جزیات نه وو ورکړي.

د طالبانو دا کړنه د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو او یو شمېر اشخاصو له لوري هم غندل شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان تېره ورځ په دې اړه په یو بیان کې وویل چې د حجاب د نه لرلو په تور د ښځو نیول د دوی د ازادۍ د محدودیت په مانا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG