د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

مېلر: امریکا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو ملاتړ کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک ملاتړ کوي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۲۹مه د افغانستان او طالبانو له مشرانو سره د اړیکو د څرنګوالي او زیاتوالي او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان ادغام هغه مهال ممکن دی چې دغه هېواد د خپلو نړیوالو مکلفیتونو له مخې عمل وکړي.

مېلر زیاته کړه: "زمونږ په اند د افغانستان په هکله د نړیوالو معاملو د همغږي کولو لپاره چې د پرېکړه لیک اهدافو ته لاسرسی پیدا کړي یو ځانګړی استازی ښه موقف ولري. همدا رنګه مونږ دا فکر کوو چې دا پرېکړه ليک طالبانو، افغانانو او نړۍ ته ښه پیام استوي او ښيي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له هغه دریځ څخه ملاتړ کوي چې په ترڅ کې یې افغانستان به یوازې دخپلو نړیوالو مکلفیتونو په پوره کولو سره په نړیواله ټولنه کې مدغم شي."

دی وايي، دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو حکمونو او یوه ټولشموله حکومت جوړولو ته د طالبانو د نه لېوالتیا په اړه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې غونډې انځور
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د نوموړي په خبره، د طالبانو دغه پرېکړې افغان ټولنې ته نه جبرانېدونکى زيان رسوي او طالبان له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو له عادي کېدو څخه لرې کوي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه ورځ وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه لیک تصویب کړ، وویل چې د یوناما په موجودیت کې د افغانستان لپاره د اضافي استازي ټاکل ضروري نه دي.

په اعلاميه کې ادعا شوې چې ځانګړو استازو نه يوازې د افغانستان او نړۍ په معاصر تاريخ کې کومه لانجه نه ده حل کړې، بلکې د طالبانو حکومت په وينا، د بهرنيو نسخو په پلي کولو سره یې حالات نور هم کړکېچن کړی دی.

د طالبانو حکومت، تل ادعا کړې چې خپل نړیوال مکلفیتونه یې پوره کړي دي.

خو یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، داسې ښکاري چې طالبانو د دوحې د هوکړه لیک له مخې خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي.

اسحاق اتمر یو له دغو کارپوهانو څخه ازادي راډیو ته وویل چې امریکا هڅه کوي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په ملاتړ سره د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر ادغام فشار راوړي او په دې برخه کې د امریکا خلکو ته قناعت ورکړي.

هغه زیاته کړه: "د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړې او کار محدودیتونه او ټولشموله ملي حکومت هغه څه دي چې طالبان یې تر څېړنې لاندې نیولي. زه فکر کوم چې امریکا هڅه کوي د امریکا خلکو ته قناعت ورکړي چې طالبانو سره لاسلیک شوی تړون یو سم تړون و."

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقتنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور. February 29, 2020
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقتنامې د لاسلیک له مراسمو یو انځور. February 29, 2020

د دوحې هوکړه لیک د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ لاسلیک شو.

د دې هوکړې په لاسلیک سره داسې انګېرل کېده چې طالبان به جګړه ودروي، له ټولو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کړي او موقت حکومت به جوړ شي او داسې اټکل کیده چې د طالبانو کړنو کې د پخوا په پرتله بدلون راغلی او د ښځو او نجونو حقونو او فردي ازادي ته به احترام کېږدي.

خو د طالبانو حکومت تل د دوحې تړون د عملي کېدو ډاډ ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG