د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د تروریستي ډلو له لېسته د طالبانو د ایستو په اړه د قزاقستان پرېکړه، غبرګونونه څه دي؟


تصویر له ارشیفه:
په قزاقستان کې له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه غونډه چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر پکې ګډون درلود.
تصویر له ارشیفه: په قزاقستان کې له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه غونډه چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر پکې ګډون درلود.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي چې هیواد یې د قزاقستان د دې پریکړې درناوی کوي ځکه دا یې خپلواک حق دی چې طالبان په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو له فهرسته باسي، خو د روسیې دریځ په دې اړه نه دی بدل شوی او نه هم پر دې موضوع مذاکرات روان دي.

ضمیر کابلوف د ډسمبر په ۲۹مه له NSN روسي راډیو سره په خبرو کې دا څرګندونې کړي دي.

دا وروسته له هغه چې د ډسمبر په ۲۹مه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ایبک صمدي یاروف په قزاقستان کې له کازینفورم خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې هیواد یې پرېکړه کړې چې طالبان په دې هیواد کې د تروریستي ډلو له فهرسته وباسي. خو د سیاسي تماسونو په اړه یې ټینګار وکړ چې قزاقستان به د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر تصویب شويو پرېکړو په کلکه عمل کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه د قزاقستان د حکومت د پریکړې په غبرګون کې ویلي دي چې د قزاقستان دغه اقدام به له انزوا څه د افغانستان له د وتلو او په سیمه کې د ثبات په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

ضمیر کابلوف: روسیه د قزاقستان د دې پریکړې درناوی کوي
ضمیر کابلوف: روسیه د قزاقستان د دې پریکړې درناوی کوي

د روسیې دولتي خبري اژانس "تاس" د دغه وزارت د ویاندې ماریا زاخاروف له قوله لیکلي، دوی هیله من دي چې دا ډول پرېکړې به د طالبانو حکومت له چارواکو سره د خبرو پر پراختیا مثبت اغېز ولري او په سیمه کې د امنیت ټینګولو، له ترهګرۍ او مخدره توکو اړوند جرمونو سره د مبارزې په کډو هڅو کې به متقابل باور زیات کړي.

د ازادۍ راډيو د قزاقستان څانګې د راپور له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند ايبک صمد یاروف، د جمعې په ورځ په يوه ټلويزيوني مرکه کې ویلي چې د هېواد امنيت شورا پرېکړه کړې، چې طالبان د ترهګريزو سازمانونو له لېست څخه لرې کړي.

د طالبانو حکومت د قزاقستان د دغه اقدام پریکړې هرکلی کړی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې د قزاقستان سترې محکمې طالبان د هغو ګروپوو له لیسته وایستل چې د دوی په خاوره کې ورباندي د فعالیت بندیز دی.

ده وروسته لیکلي چې په کابل کې د قزاقستان سفير عليم خان ياسين ګيلديف د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر اميرخان متقي سره په ليدنه کې دا خبرې کړي.

ښاغلي ضیا احمد زیاته کړې چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام او د سوداګریزو او سیاسي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د افغانستان د ازادۍ جبهه:له طالبانو سره هر ډول تعامل به د سیمې امنیت ته د ګواښ او د ترهګرو ډلو د ودې لامل شي.
د افغانستان د ازادۍ جبهه:له طالبانو سره هر ډول تعامل به د سیمې امنیت ته د ګواښ او د ترهګرو ډلو د ودې لامل شي.

خو د طالبانو مخالفې ډلې، د ازادي جبهې، پر دې موضوع اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې طالبانو په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ واکمن حکومت ړنګ کړی او پر زور پر افغانستان واکمن شوي دي.

د ازادي جبهې په یوې اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۲۹مه ناوخته خپره شوه، ادعا کړې چې له طالبانو سره هر ډول تعامل به د سیمې امنیت ته د ګواښ او د ترهګرو ډلو د ودې لامل شي.

خو طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته کوم ګواښ ونه رسېږي.

په دې اړه د نړیوالو اړیکو کارپوهان بېلابېل نظرونه لري.

له دې ډلې شيردل پاڅون په دې باور دى چې د قزاقستان د حکومت دغه پرېکړه د افغانستان او د دې هیواد ترمنځ د اقتصادي اړيکو ودې ته د زياتې پاملرنې په معنا ده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" د دې لپاره چې په سوداګرۍ کې ډيری خوراکي توکي افغانستان ته لیږدول کیږي نو دوی غواړي چې دا سوداګريزې اړیکې ډیرې نږدې او قوي شي. دا د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره یو مثبت ګام دی. همداشان قزاقستان افغانستان سره د برق قراردادونه هم کړي دي، دوی غواړي هغه هم وپالي."

خو پخوانی ډیپلومات او د نړیوالو چارو پوه غوث جانباز وايي چې قزاقستان اوس په افغانستان کې یو فعال سفارت لري او په وروستیو دوو کلونو کې یې طالبانو سره د خپلو اړیکو د ساتلو هڅه کړې.

پخوانی دیپلومات غوث جانباز:قزاقستان لېواله دی چې په سیمه کې د یوه مثبت منځګړي رول ولوبوي
پخوانی دیپلومات غوث جانباز:قزاقستان لېواله دی چې په سیمه کې د یوه مثبت منځګړي رول ولوبوي

هغه ازادي راډیو ته وویل، قزاقستان لېواله دی چې په سیمه کې د یوه مثبت منځګړي رول ولوبوي او د سیمې د یوه مخکښ هېواد په توګه کار وکړي.

ښاغلی جانباز زیاتوي:

" قزاقستان هغه اجندا پر مخ وړي چې د سیمې نور هیوادونه یې وړي، قزاقستان او ترکمنستان له طالبانو سره په یو ډول تعامل کې دي او یو ځای اقتصادي پروژې پر مخ وړي، نو له همدې امله له طالبانو سره نږدې اړیکې دوام لري او دا چې وروستۍ پایلې یې څه دي دا به وخت څرګند کړي."

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې له دې سره سره به استانه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پریکړو او د پریکړه ليکنو منلو ته دوام ورکړي.

قزاقستان په رسمي توګه طالبان د ۲۰۰۵ کال په مارچ میاشت کې یو تروریستي سازمان بللی و.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ نېټه پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، قزاقستان څو رسمي پلاوي افغانستان ته لېږلي دي.

قزاقستان په داسې حال کې د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د ایستلو پریکړه کړې چې څه موده وړاندې د امریکا د خزانې وزارت، د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ رئیس فریدالدین محمود خپل د بندیزونو په لېست کې شامل کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG