د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

مېډاییر: افغانستان د نړۍ یو له خورا پېچلي بشري بېړني حالت سره مخ دی


په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

مېډاییر مرستندویه سازمان وايي، افغانستان د نړۍ یو له خورا پېچلي بشري بېړني حالت سره مخ دی.

یاد سازمان چې مرکز یې په سویس کې دی د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۷مه په خپله وېبپاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د دې هېواد بشري وضعیت کړکېچن دی او د مرستو زیاتوالي او ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان ښځې هم وايي چې په اوسني وضعیت کې نجونې نه یواځې له زده کړو او کار، بلکې په ټولنه کې له برخه اخیستنې هم محرومې شوې دي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې. Kabul on December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې. Kabul on December 21, 2022

پریسا چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دندې ګوښه شوې ازادي راډیو ته وايي چې طالبان ښځې په سیستماتیک او تدریجي ډول له ټولنې ګوښه کوي.

هغې وویل: "له بده مرغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بندیزونه پر ښځو ډېر شول. مېرمنې د کار او فعالیت اجازه نه لري ، مدني فعالیتونه بند شوي دي. هیڅ مېرمن په هېواد کې فرهنګي کارونه نه شي کولای."

له زده کړو بې برخې یوې نجلۍ ناجیې حیدري ازادي راډيو ته وویل: "په تدریجي ډول ټولې ښځې له زده کړو، دندو او له هر څه لرې کېږي. دا حتماً په ښځو باندې ډېر تاثیر لري."

له زده کړو بې برخه یوه بله نجلۍ سپوږمۍ غرنۍ ازادي راډیو ته وویل چې په ټولنه کې د نجونو له حضور پرته یو هېواد هم پرمختګ نه شي کولای.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "په یوې ټولنه کې چې څومره حق د نارینه‌وو وي او د یوه هېواد په پرمختګ کې چې څومره رول نارینه لوبوي نو د هغې برابر سهم او رول د ښځینه‌وو هم دی. د هېواد پرمختګ او ابادۍ کې د نارینه‌وو تر څنګ د ښځو رول هم اړین دی."

په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. ارشیف
په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. ارشیف

مېډايیر سازمان چې په افغانستان کې له ۱۹۹۶ میلادي کال راهیسې په بېلابېلو بشري برخو کې فعالیت کوي په خپل تازه راپور کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همږۍ کوونکې ادارې (اوچا) د راپور یوه برخه راخیستې چې په کې راغلې، د افغانستان له نیمايي زیات نفوس چې ۲۳.۷ میلیونه کسان کېږي بشري مرستو ته اړتیا لري او د دې هېواد د یو پر درېیمې برخې څخه زیات ۱۵.۸ میلیونه نور د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

یاد سازمان په خپل راپور کې د خپل یوه مسؤل په حواله زیاته کړې: "زموږ د مرستې پروګرامونو دوام د ګټه اخیستونکو لپاره د ژوند او مرګ پوښتنه ده او موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې افغانستان هېر نه کړي او په دغه هېواد کې بشري مرستو ته دوام ورکړي."

ځینو څارونکو له دې وړاندې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په دې هېواد کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې چې له امله یې د دې هېواد وګړي له سخت فقر سره مخ دي.

د دغو څارونکو په وینا، د طالبانو د حکومت له لوري په یو شمېر دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو په کار تر بندیز وروسته چې له امله یې زیات شمېر مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود کړل بشري وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

اصلاح: د مېډاییر مرستندویه سازمان مرکزي دفتر په سویس کې دی چې د دغه راپور په لومړۍ بڼه کې سویډن لیکل شوی و او دغه‌راز د دغه راپور ځینې برخې اپډېټ شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG