د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د ژمي پيل او د ملګرو ملتونو خبرداری؛ میلیونونه بېوزلۍ ځپلي افغانان د بېړنیو مرستو په تمه دي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د ژمي له پيلیدو او په افغانستان کې د لوږې له جدي بحران سره سم، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی دی چې یو میلیون افغانان اړینو بشري مرستو ته په ځانګړي ډول خوراکي موادو ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې دوه زره درویشتم کال په ختمیدو دی، په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي د اړیکو مسوول فلیپ کروپف ازادي راډیو ته وویل چې دوی روان کال په میلیونونو کسانو ته په افغانستان کې مرستې ورسولې، خو خواران لاهم ډیر دي.

کروپف زیاته کړه:

" د خوړو نړیوال پروګرام سږکال تر اتلس میلیونه ډیرو کسانو ته خوراکي مواد چمتو کړل، خو وضعیت بیا هم ښه نه دی. د اوس لپاره په افغانستان کې شپاړس میلیونه کسان نه پوهیږي چې بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي او سخت ژمی هم په ټول افغانستان کې پیل شوی دی."

د خوړو نړیوال پروګرام د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د هند د مرستو مننه کړې ده.

یو شمېر افغانان د بشري مرستو د ترلاسه کولو په حال کې- ارشیف
یو شمېر افغانان د بشري مرستو د ترلاسه کولو په حال کې- ارشیف

هند د دوه زره دوه ویشتم کال له پيله د سږکال تر سپتمبر میاشت پورې په افغانستان کې ډبلیو ایف پي ته پنځوس زره ټنه غنم ورکړل. په افغانستان کې د ډبیلو ایف پي د اړیکو مسوول فلیپ کروپف په دې بحراني وضعیت کې دا مرستې ډیرې مهمې وبللې.

نوموړي وویل:

" د هند مرستې له ډبیلو ایف پي سره دا کومک وکړ چې سږکال یو میلیون کسانو ته او پروسږکال څلور اعشاریه اووه میلیونه کسانو ته خوراکي مواد ورکړي. د هند د غنمو پنځه بستې په افغانستان کې په پنځو ژرندو کې اووړه شوې او دا ووړه په هغو کورنیو ویشل شول چې ډیرې بېوزله وې. "

هند د بشري حقونو د شورا په غونډه کې چې د سپتمبر په یولسمه په جینوا کې وه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې افغانستان ته یې د پنځوس زره ټنه غنمو د لېږد چارې بشپړې شوې.

هند په ورته وخت کې افغانستان ته د دوه سوه ټنه روغتیایي موادو او واکسین د مرستې خبر ورکړی و.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر( اوچا) مسوول رمیش راچا سینګم د ډسمبر په شلمه ویلي وو چې د جنوري له میاشتې راوروسته تر اوسه په افغانستان کې د هغو بېوزلو شمېر یو میلیون تنه نور زیات شوی دی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري .

له دې سره د دې خوارانو شمېر اوس نهه ویشت میلیونو ته رسیږي.

پرون د مرغومي لومړۍ نېټه په افغانستان کې د ژمي پیل و چې ورسره په یو شمېر ولایتونو کې د واوور ورښت پيل شو.

په افغانستان کې بېوزلي په تېرو څه باندې دوو کلونو کې چې طالبان واکمنان شوي دي زیاته شوې ده.

پخوا به تر ډېره له افغانانو سره بهرنیانو مرستې کولې، خو اوس دا مرستې کمې شوي او یوازې تر بشري برخو پورې محدودې شوې دي.

XS
SM
MD
LG