د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

بېوزلي او اقتصادي ناورین؛ ملګري ملتونه: د میلیونونو افغانانو ژوند یې ستونزمن کړی


د کابل ښار یو شمېر بې وزلۍ ځپلي
د کابل ښار یو شمېر بې وزلۍ ځپلي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې" FAO" په خپل تازه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې یاد کړی چې خلک په کې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د دې ادارې راپور چې د ډېسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه خپور شوی په کې راغلي دي چې د افغانستان په ګډون د ۵۳ هېوادونو ۲۵۸ میلیونه وګړو په ۲۰۲۳ کال کې د خوړو خوندیتوب نه درلود.

په راپور کې په ۲۰۲۳ کال کې مرستو ته اړتیا ډېره بلل شوې او لاملونه یې هم وسله والې نښتې، اقتصادي ټکانونه، اقلیمي بدلونونه، بې وزلي او نابرابري ښودل شوي دي.

په راپور کې وړاندې راغلي دي، له دې امله چې د کرنې په برخه کې بېړنۍ مرستې کمې شوې دي، سخته لوږه هم په ډېرېدو ده.

د FAO ویلي دي، د بودیجې د کمښت له امله په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له میلیونونو وګړو سره مرستې نه دي شوي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې همدا شان ویلي دي چې د ۲۰۲۴ کال لپاره ۱.۸ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرې چې له ۴۳ میلیونه اړمنو کسانو سره مرستې وکړې.

په وروستیو میاشتو کې د بشري مرستو اړتیاوې تر پخوا لا زیاتې شوي
په وروستیو میاشتو کې د بشري مرستو اړتیاوې تر پخوا لا زیاتې شوي

په ورته وخت کې ځینې اړمن افغانان هم وايي، ناوړه اقتصادي شرایطو ځپلي دي او سره له دې چې کار نه ورته پیدا کېږي، مرستې هم نه ورسره کېږي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ایمل چې کباړ راټولوي او له دې لارې د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ افغانیو ګټي، وايي په ډېرې سختۍ خپل ژوند مخکې وړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"که درته ووایم، باور به دې و نه شي، ځینې وخت په کباړ کې راټوله شوې ډوډۍ مو هم خوړلې ده. کله یې له اوبو سره خورو. کله شکنه (پیاوه) برابره کړو. کله غوړي نه وي، یوازې له چایو سره ډوډۍ خورو. بس ژوند دی، تېروو یې."

ایمل وايي، په روان کال هېڅ بنسټ او موسسې مرسته نه ده ورسره کړې او سره له چې مخکې یې له خپلوانو پیسې پور کولې چې خپلې لومړۍ اړتیاوې پرې پوره کړي خو اوس څوک پور هم نه ورکوي.

ډېرې افغان کورنۍ د یوه وخت ډوډۍ لپاره هم حیران دي
ډېرې افغان کورنۍ د یوه وخت ډوډۍ لپاره هم حیران دي

د کابل اوسېدونکی محمد هم ازادي راډيو ته وویل چې په وچې ډوډۍ پسې حیران دی.

محمد زیاتوي:

"خلک په داسې بد حالت کې دي چې په وچې ډوډۍ پسې حیران دي، اول زه په خپله په ډېر بد وضعېت کې یم."

د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو نړۍوالو ادارو په خپلو راپورونو کې افغانستان هغه هېواد یاد کړی دی چې یوه لویه برخه وګړي یې د خوړو د کمښت له امله له لوږې، خوارځواکۍ او حتا مرګ سره مخ دي.

د روان کال د اکټوبر په ۱۶مه د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د خوړو نړیوال سازمان (WFP) هم ویلي و، ۱۵ میلیونه افغانان په دې نه پوهېږي چې خپل خواړه له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د موندنو له مخې څه باندې ۲۹ میلیونه افغانانو په ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستو ته اړتیا درلوده چې له پاکستان او ایران څخه د زرګونه کډوالو په جبري ایستلو سره په دې شمېر کې لا زیاتوالی راغلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG