د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د امنیت شورا غونډه؛ د یوناما مشره د افغانستان په اړه د شورا غړو ته معلومات ورکوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي چې د امنیت شورا په غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت بحث وشي.

یوناما ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشره او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان د روانو حالاتو په اړه معلومات ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشره او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشره او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا

دا ناسته به د نیویارک په وخت د سهار په لس بجې، چې د افغانستان د شپې له اووه نیمو سره برابریږي، پیل شي.

د کابل پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو پخوانی استاد نصرالله ستانکزی وايي، هیله لري چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه څه ته په پام چې په افغانستان کې روان دي، جدي او عملي اقدامات وکړي.

ده ازادي راډیو ته همداراز وویل: "هیله لرم چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سترو قدرتونو په تېره بیا د امنیت شورا د دایمي غړیو ګټو ته په کتو پرېکړې ونه کړي بلکې د افغانستان د واقعیتونو پر اساس یې وکړي چې د بشري حقونو سرغړونې کېږي، خلک سخت بېوزله شوي او داسې سیاسي بې ثباتي واکمنه ده چې حتي د امنیت شورا یې هم راتلونکې ته هیله نه لري."

د کابل پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو پخوانی استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو پخوانی استاد نصرالله ستانکزی

دا به په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی بحث وي.

دا بحث په داسې وخت کې کېږي چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ د ورکولو جنجال لا حل شوی نه دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ د ورکولو پرېکړه ونه کړه.

د ملګرو ملتونو د باورلیکونو کمېټې ویلي چې د دې چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسني استازي نصیراحمد فایق او هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت غوښتنلیکونه وراستولي وو.

خو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې د باورلیکونو کمېټې د افغانستان په اړه خپله پرېکړه ځنډولې ده.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي دا درېیم ځل دی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ طالبانو ته د افغانستان د چوکۍ د ورکولو پرېکړه ځنډوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG