د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د افغانستان د امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي تازه ارزونه


له ارشیفه د طالبانو د یو شمېر ځواکونو تصویر
له ارشیفه د طالبانو د یو شمېر ځواکونو تصویر

په داسې حال کې چې ۲۰۲۳ میلادي کال خلاصېدو ته یوازې ۱۵ ورځې پاتې دي، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، د دې کال د اګسټ له لومړۍ نېټې د اکتوبر تر ۲۲ مې په افغانستان کې ۱۴۱۴ امنیتي پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی د افغانستان د امنیتي، اقتصادي، بشري او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په درېیو میاشتو د امنیتي پېښو له امله د ۵۳ ماشومانو په ګډون ۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې د داعش خراسان څانګه د ډېرو ملکي تلفاتو مسوله وسله واله ډله بلل شوې ده.

انتونیو ګوتریش په بغلان هرات او دغه شان په کابل کې په شیعه ګانو د داعش ډلې حملو ته اشاره کړې چې له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش

له دې وړاندې د روانې ډیسمبر میاشتې په څلورمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم په یو بیان کې ویلي وو چې تېره میاشت د هزاره ټبره شیعه ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات و.

د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي په تازه راپور کې دا هم ویل شوي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان څو طالب ضد وسله والو ډلو فعالیتونه کړي چې تر ټولو مخکښه یې د ازادۍ جبهه ښودل شوې ده.

خو په راپور کې راغلي دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په وسله والو نښتو کې ۴۱ سلنه کموالی راغلی دی.

په راپور کې دغه شان د طالبانو له لوري خپلو سرو وژنو او نیونو ته هم اشاره شوې او په کې ویل شوي چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۰ غیر قانوني وژنې، ۲۱ خپل سرې نیونې او د تېر جمهوري حکومت ملکي او نظامي غړو سره د ناوړه چلند ۸ پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې د ملي مقاومت جبهې او داعش خراسان څانګې سره د تړاو په تور د څلورو قتلونو او ۷۹ خپل سرو نیونو ته هم اشاره شوې ده.

په وروستیو کې هرات ولایت پر شیعه افغانانو د یو شمېر مرګونو بریدونو شاهد و
په وروستیو کې هرات ولایت پر شیعه افغانانو د یو شمېر مرګونو بریدونو شاهد و

که څه هم د طالبانو حکومت د دې راپور په اړه تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهان وايي چې دا مهال په افغانستان کې نسبي امن شته خو خپل سرې نیونې، شکنجې، وژنې او هدفي قتلونه زیات شوي دي.

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر وایي:

" سره له دې چې طالبان یو څه توانیدلي چې د نا امنۍ مخه ونیسي خو ولې لا هم د نا امنۍ پېښې شته او مخالفین ځانګړي خلک په نښه کوي، نو ویلای شو چې یوه نسبي ارامي په ټول هېواد کې حاکمه ده خو خوندیتوب نشته، خلک په وېره کې دي او د طالبانو هر چارواکي چې وغواړي خلک نیسي، شکنجه کوي یې، ځوروي یې او په زندان کې یې اچوي."

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما یو راپور خپور کړ چې په کې یې ویلي وو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسي د پخواني حکومت د کارکوونکو پر وړاندې له ۸۰۰ څخه زیاتې د بشري حقونو څخه سرغړونې کړي چې په هغو کې له قانون پرته وژنې، خپلسري نیول، شکنجه، ناوړه چلند او ګواښونه شامل دي.

یو شمېر شنونکي: طالبانو امنیت ښه کړی، خو خپلسرې نیونې او په خلکو کې وېره یې زیاته کړې ده
یو شمېر شنونکي: طالبانو امنیت ښه کړی، خو خپلسرې نیونې او په خلکو کې وېره یې زیاته کړې ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش امنیت شورا په خپل تازه راپور کې د افغان نجونو او ښځو په وړاندې د طآلبانو محدودیتونو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې لا هم له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه افغان نجونې د هیڅ ډول زده کړو او کار اجازه نه لري او د دې ترڅنګ هغه فعالان چې د دې بندیزونو پر ضد غږ پورته کوي، نیول کېږي او زنداني کېږي.

په دې راپور کې د رسنیو جبري تړل او د مخالفو نظرونو سانسورولو ته هم اشاره شوې ده.

دغه شان د افغانستان بې ثباته اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه هم په کې یادونه شوې او زیاته شوې چې د افغانانو د ژوند ډېره برخه په بهرنیو او بشري مرستو پورې تړلې ده.

XS
SM
MD
LG