د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

یوناما په افغانستان کې بشري ناورین او د ښځو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وایي، په دغه هېواد کې بشري ناورین او د ښځو او نجونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل په وخت پرون ماښام د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا چې غونډې ته یې د افغانستان د وضعیت د ۲۰۲۳م کال راپور وړاندې کاوه، څو مسئلې د اندېښنې وړ وبللې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غوندې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غوندې انځور

د هغې په خبرو کې د اندېښنې وړ مسایل بشري ناورین او لوږه، د ښځو او نجونو ناوړه وضعیت، په شیعه مذهبو د بریدونو ډېروالی، خپل سره توقیفونه او د بیان پر ازادي محدودیتونه وو.

هغې زیاته کړه: "په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی وضعیت د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض ریکارډ یا لوړه کچه ښيي. دغه هېواد کې د سیاسي مخالفانو ځپل، د بیان ازادي محدودول، د اقلیتونو د با مفهومه استازي نشتوالی، د ناقانونه وژنو بېلګې، خپل سره توقیفونه، زنداني کول، شکنجه او ناوړه چلند هم د ریکار‌ډ تر کچې دي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې دغه راز وویل چې افغان شیعه ګان له خطرونو سره مخامخ دي او په وینا یې پر شیعه ګانو یوازې وروستیو دریو بریدونو کې ۳۹ تنه وژل شوي دي.

روزا اتونبایوا د کوکنارو په کرکېله او د نشه یي توکو په تولید کې کموالی د طالبانو د حکومت لاسته راوړنه وبلله او وې ویل، سږ کال دغه پدیده په افغانستان کې ۹۵ فیصده کمه شوې ده.

هغې د افغانستان په اړه د یوې باثباته نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه.

اوتونبایوا له افغانستان سره د مالي مرستو پر کموالي اندېښنه وښوده او په وینا یې دغه هېواد کې ډېر خلک دا ویره لري چې ګواکې نړی هیر کړي دي.

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د دوی د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا مسوول رمیش راجاسینګهم وویل، د ۲۰۲۳ میلادي کال د لومړۍ میاشتې پرتله اوس په افغانستان کې بېړنیو خوراکي مرستو ته د اړمنو کسانو په شمېر کې یو میلیون زیاتوالی راغلی او په خبره یې د دغو اړمنو شمېر ۲۹ میلیونو ته رسېدلی دی.

نوموړي د هغو فشارونو یادونه هم وکړه چې په وینا یې طالبانو د کورنیو او نړیوالو موسسو پر ښځینه همکارانو وضع کړي دي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو میاشتو کې د طالبانو چارواکو غیر دولتي موسسو ته څو لیکونه لېږلي او له هغوی یې غوښتي چې ښځې د رهبرۍ د کچې له څوکیو لرې کړي. هغه څوکۍ لکه د عمومي مسوول، د ادارې د مرستیال یا د تصمیم نیونې د بورد د غړې."

د طالبانو د حکومت چارواکو یو کال وړاندې په همدې ډسمبر میاشته کې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کارکولو بندیز ولګاوه او دغه راز یې نجونې له پوهنتونونو هم منع کړې.

په لومړیو کې د ملګرو ملتونو ادارې له دغه حکمه مستثنا وې، خو په تېره اپرېل میاشته کې دا محدودیت د ملګرو ملتونو ادارو ته هم ورسېد.

د ملګرو ملتونو مسوولان وایي، له افغانستان سره د مرستو د کمېدو یو لامل همدا په موسسو کې د ښځو د کارکولو مخنیوی دی.

پخوا تر دې نورو ادارو له هغې ډلې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو د کمېدو د ناوړه اغېزو خبرداری ورکړی او 'ډبلیو ایف پي' په تېره سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې لس میلیونه اړمنو افغانانو ته یې د مرستو د کمښت له کبله د کومکونه ورکړه درولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG