د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د افغان نجونو پر مخ د پوهنتوني زده کړو د مخنیوي کال پوره شو


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې. Kabul on December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې. Kabul on December 21, 2022

د تېر کال په دې ورځ طالبانو نجونو ته اعلان وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې پوهنتونونو ته ورنه شي.

که څه هم طالبانو په پیل کې وویل چې د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو دروازې په موقتي ډول بندې وي، خو دا دی د دې پرېکړې کال پوره شو.

تر دې وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندولو په مهال هم ورته خبره کړې وه.

خاطره امرخېل یو کال د کابل د خاتم النبین پوهنتون محصله وه.

دا وايي، ازموینې ته یې تیاري نیوله چې د پوهنتون د بندېدو په اړه یې د طالبانو اعلامیه ولیده.

هغې زیاته کړه: "ما غوښتل جراح ډاکتره شم، ځکه چې زموږ هېواد ورته اړتیا لري خلک مو رنګارنګ ستونزې لري. دا یو کال په ما ډېر سخت تېر شو ځکه ژوند مې بې هدفه دی، دا زموږ لپاره ډېره خواشینوونکې ده."

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د نجونو او ځوانو ښځو له لوري ځان وژنې خورا زیاتې شوي دي.

د ښځو له لوري د ځان وژنو یو اصلي دلیل د دوی پر مخ د ښوونځي، پوهنتون او نورو فرصتونو بندېدل بلل کېږي.

طالبانو د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم تړلي دي. March 27, 2021.
طالبانو د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم تړلي دي. March 27, 2021.

'سي این این' پرون سې شنبې د ډاکترانو او نړیوالو موسسو په قول په یوه راپور کې وویل، طالبانو له دې سره سره چې ژمنې کړي چې د تېر ځل د حکومت پرتله به ښځو ته ډېر حقونه ورکړي، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې له واک ته رسېدو وروسته یې د نجونو خلاف محدودیتونه په تدریج زیات کړل، لومړی یې له شپږم ټولګې پورته هغوی له زده کړو منع کړې، وروسته یې له پوهنتونه راوګرځولې. همداراز یې ښځې پارکونو او حمامونو ته له تګه منع کړي دي.

ډاکتر شکېب احمدي، چې په هرات ولایت کې د رواني روغتیا ډاکتر دی، 'سي این این' تلوېزیون ته ویلي چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په رواني ناروغیو د اخته ښځینه ناروغانو شمېر له ۴۰ تر ۵۰ سلنې پورې زیات شوی او په سلو کې ۱۰ یې ځان وژلی دی.

د ۲۰۱۹ کال له شمېرو سره سم، په نړۍ او افغانستان کې د ښځو پرتله نارینه وو دوه برابره زیاته ځان وژنه کړې ده، خو په افغانستان کې اوس د ځانوژونکو اکثریت د ښځو دی.

ګارډین ورځپاڼې د سږ کال په اګست کې د افغانستان د ۱۱ ولایتونو د افشا شویو معلوماتو پر اساس راپور ورکړ چې اوس په دې هېواد کې تر ټولو ډېرې ځان وژنې ښځې کوي.

همداراز د ویلسن مرکز مشر مارک ګرین وايي، په افغانستان کې د ځان وژنې په ټولو مواردو کې شاوخوا ۸۰ سلنه په ښځو پورې تړاو لري.

د دې ترڅنګ چې ښځې نهیلي شوي او فرصتونه نه ویني، جبري او په کم عمر ودونه او کورنۍ ناخوالې سبب شوي چې په ښځو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شي.

ارشیف
ارشیف

عموماً هغو ښځو چې ځانونه وژلي، د موږک له زهرو او مینځونکو مایعاتو څخه یې کار اخیستی دی.

څوارلس کلنه ارزو یوه له هغو نجونو څخه ده چې د ځان وژلو لپاره یې تېزاب څښلي وو، خو ژوندۍ پاته شوه.

دې 'سي این این' تلوېزیون ته ویلي چې اوس له خپل ورور سره په پاکستان کې اوسي او غواړي چې ژوند ته دوام ورکړي.

سره له دې چې ډاکتران او مرستندویان د افغان ښځو په منځ کې د ځان وژنو زیاتېدا تاییدوي، طالبان یې نه ردوي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د سږ کال په جنورۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ته ویلي وو چې په تېرو شلو کلونو کې د ښځو د ځان وژنې پېښې لا ډېرې وې، خو اوس دا ډول پېښې نه شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG